د ازموینو کمېټه
دا کمېټه هر کال د پوهنځي د شورا له خوا ټاکل کېږي. د غړیتوب جوړښت یې د هرې څانګې یو استازی دی. اصلي مسؤلیت یې د ازموینو د ټول بهیر مدیریت، د منځني سمستر او پایلو ازموینو د خوندي او عادلانه ارزونې څارنه، او د ازموینو شفافیت تضمینول دي. دا کمېټه د ازموینو د ټولو قوانینو او مقرراتو پلي کولو ته ژمنه ده.