د اروا پوهنې مشاورې او لارښوونې مرکز فعالیت پیل وکړ

د کابل پوهنتون ارواپوهنې مشاورې او لارښوونې مرکز نوي مرکز ته انتقال سره سم له دوه کاله ځنډ وروسته بیا فعالیت پیل کړ.
یاد مرکز د محصلانو خدماتو انسجام آمریت په چوکاټ کې د ارواپوهنې او تربیتي علومو پوهنځي تر چتر لاندې فغالیت پیل کړ. په پام کې ده، چې یاد مرکز به د محصلینو لپاره ډلییز او یواځې شکل په ژوند کې د رواني او روحي ستونزو په اړه مشوره او لارښوونه کیږي.
د اروا پوهنې او تربیتي علومو پوهنځي رئیس ښاغلي مجیب الرحمن رحماني د یاد مرکز پرانستې مراسمو کې په اسلام کې د مشورې د ارزښت او مقام په اړه خبرې وکړې، او په کابل پوهنتون کې د محصلینو د ستونزو حل په موخه دنوموړي مرکز بیا فعالېدل غوره ګام یاد کړ.
همدارنګه د محصلانو چارو مرستیال ښاغلی استاد صلاح الدین ایوبي په خپلو خبرو کې وویل؛ چې محصلین مشورې او لارښوونې ته اړتیا لري، په پوهنتون کې د یاد مرکز موجودیت اړین دی.
د یاد مرکز پرانیستې مراسمو کې د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي عبیدالله "عبیده"، د ارواپوهنې او تربیتي پوهنځي استادانو، محصلینو او همدارنګه دلوړو زده کړو وزارت هیئت برخه اخیستې وه.