د ارواپوهنې پوهنځي ماسترۍ پروګرام نصاب په موخه د نیازسنجی غونډه ترسره شو
د کابل پوهنتون ارواپوهنې او روزنیزو علومو پوهنځي د عمومي اروا پوهنې ماسترۍ برنامې د رامنځ ته کولو لپاره تازه ګام اخیستی. په همدې موخه د پوهنځي رهبري د معیاري او کارېدونکي نصاب د تدوین او جوړښت په موخه د نیاز سنجۍ غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت او د عامې روغتیا وزارت، د ښوونې او روزنې پوهنتون، د افغاني سرې میاشتې ټولنې، د ( IRC) او څو نورو عمومي او خصوصي بنسټونو استازو پکې برخه اخیستې ده.
د ارواپوهنې پوهنځي رئیس ښاغلی پوهنمل مجیب الرحمن رحماني یادو ادارو استازو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له هغوی وغوښتل؛ چې عمومي اروا پوهنې ماسترۍ پروګرام نصاب د اغېزمنتیا، دوام او ټولنیز کېدو په موخه خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړي.
د کابل پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي محمداشرف غیرت په یاده غونډه کې وویل: د ارواپوهنې پوهنځي ماسترۍ پروګرام نصاب باید داسې ترتیب شي، چې د ټولنې د وګړو رواني ستونزو په حل کې مرسته وکړي.
په دې پروګرام کې ګډونوالو د ارواپوهنې پوهنځي ماسترۍ پروګرام نصاب په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه مصرح کړل؛ چې د پوهنځي د رهبرۍ د پام وړ وګرځېدې. د پام وړ ده چې یاده غونډه د روان کال په ۲۹ نېټه د چهارشنبې په ورځ ترسره شوه.