دکابل پوهنتون علمي غونډه ترسره شوه

tariq_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۲۲ - ۱۵:۲۴
تصویر

د کابل پوهنتون علمي غونډه د روان کال وږي میاشتې په ۲۲ نیټه د سه شنبې په ورځ ترسره شوه،  په یاده غونډه کې دپوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز،  مرسیتالانو او دپوهنځیو رئیسانو برخه اخیستې وه، چې د پوهنتون تحصیلي او علمي چارو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې.

په یاده غونډکې ښاغلي عزیز د پوهنځیو له کړنو،  دیپارتمنتونو له نوښت او کړنو، د محصلینو د علمي کچې لوړلو  پخاطر له نور دیپارتمنتونو، پوهنځیو سره داړیکو پراخوالي او لا ټینګېدو، د لابراتوار د وسایلو د برابرولو لپاره د پوهنځیو لخوا د لېست چمتو کولو له کړنو څخه د رئیسانو دوامداره څارنې په ګټو خبرې وکړې.

نوموړي د ژورنالیزم ، کیمیا او شرعیاتو پوهنځیو کې د ماسترۍ او دکتورا برنامو له رامنځ ته کېدو په اړه خبرې وکړې، او  په دې برخه کې یې د رئیسانو او مسولینو د زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

پدې غونډه کې د اجنډا اړوند د غونډې دغړو ترمنځ دعلمي رتبو دتثبیت، مقرریو او علمی ترفیعاتو په اړه علمي بحثونه وکړل، د هرې موضوع اړوند یې د قوانینو، مقرراتو او لوایحو په اړه یې تصمیمونه ونیول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۹:۵
Background image

د کابل پوهنتون د ډاډګېرنې او خواخوږۍ پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

《كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ۗ وَإِنَّمَا تُوَفَّوْنَ أُجُورَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۖ فَمَن زُحْزِحَ عَنِ النَّارِ وَأُدْخِلَ الْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ ۗ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۹:۳۸
Background image

د ټولنیزو او بشري علومو نړیوال ژورنال نوې ګڼه خپره شوه!

د کابل پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت له لوري د ټولنیزو او بشري علومو نړیوال ژورنال (Journal of Social Sciences and Humanities) د ۲۰۲۵م کال څلورمه ګڼه خپره او پرلیکه شوه.

په دې ګڼه کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۲:۲۰
Background image

ممتازو محصلانو ختیځ زون ته علمي سیر ترسره کړ

د علمي تجاربو د وسعت د لړۍ په دوام کې، دا ځل د کابل پوهنتون د دوه‌ ویشتو پوهنځیو ممتازو محصلانو ختیځ زون ته علمي سیر ترسره کړ.

په دغه سفر کې محصلانو د یادو ولایتونو له محترمو واليانو،. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: