دکابل پوهنتون علمي غونډه ترسره شوه
د کابل پوهنتون علمي غونډه د روان کال وږي میاشتې په ۲۲ نیټه د سه شنبې په ورځ ترسره شوه، په یاده غونډه کې دپوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز، مرسیتالانو او دپوهنځیو رئیسانو برخه اخیستې وه، چې د پوهنتون تحصیلي او علمي چارو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې.
په یاده غونډکې ښاغلي عزیز د پوهنځیو له کړنو، دیپارتمنتونو له نوښت او کړنو، د محصلینو د علمي کچې لوړلو پخاطر له نور دیپارتمنتونو، پوهنځیو سره داړیکو پراخوالي او لا ټینګېدو، د لابراتوار د وسایلو د برابرولو لپاره د پوهنځیو لخوا د لېست چمتو کولو له کړنو څخه د رئیسانو دوامداره څارنې په ګټو خبرې وکړې.
نوموړي د ژورنالیزم ، کیمیا او شرعیاتو پوهنځیو کې د ماسترۍ او دکتورا برنامو له رامنځ ته کېدو په اړه خبرې وکړې، او په دې برخه کې یې د رئیسانو او مسولینو د زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
پدې غونډه کې د اجنډا اړوند د غونډې دغړو ترمنځ دعلمي رتبو دتثبیت، مقرریو او علمی ترفیعاتو په اړه علمي بحثونه وکړل، د هرې موضوع اړوند یې د قوانینو، مقرراتو او لوایحو په اړه یې تصمیمونه ونیول.