داحصائیه او اکونومتری ډيپارټمنټ
د احصائیې او اکونومټري ډیپارټمنټ د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي له مهمو علمي ډیپارټمنټونو څخه دی، چې د احصائیوي تحلیل، تطبیقي احصائیې او اکونومټري په برخو کې د مسلکي او متخصصو کادرونو د روزنې حیاتي رول لري. د احصائیې او اکونومټري ډیپارټمنټ په ۱۳۵۲ هـ.ش کال کې د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي تر چتر لاندې تأسیس شو. د دې ډیپارټمنټ درسي پروګرام د کریډېټ له سیسټم سره سم عیار شوی او محصلین د ملي کانکور د ازموینې له لارې په مستقیم ډول د احصائیې او اکونومټري د زدهکړې لپاره دې ډیپارټمنټ ته ورپېژندل کېږي.
د کابل پوهنتون د احصائیې او اکونومټري ډیپارټمنټ د احصائیې او اکونومټري په برخو کې د تدریس، علمي څېړنې او تحلیلي فعالیتونو باندی بوخت دی. دا ډیپارټمنټ د محصلینو لپاره د نظري او عملي پوهې د برابرولو په موخه، د ډاټا د تحلیل میتودونو، اقتصادي موډل جوړونې او د احصائیوي سافټویرونو د کارونې ته ځانګړې پاملرنه کوي. د دې ډیپارټمنټ فارغان د دې وړتیا لري چې په دولتي او خصوصي سکتورونو او همدارنګه په ملي او نړیوالو بنسټونو کې د ډاټا پر بنسټ پېچلي اقتصادي تحلیلونه او اغېزمنې پرېکړې ترسره کړي.
د افغانستان، سیمې او نړۍ په کچه د یوه مخکښ او معتبر تعلیمي پروګرام رامنځته کول، چې د اسلامي احکامو په رڼا کې د احصائیې او اکونومټري مسلکي متخصصین وروزي، څو د ډاټا پر بنسټ تحلیل، کمي او اقتصادي موډل جوړونه، او د عصري میتودونو په کارولو سره د شواهدو پر بنسټ پالیسي جوړونه، څېړنه او متشبثیت ترسره کړای شي.
-
د کاري بازار، د هېواد د احصائیوي سیستم او اړوندو ادارو د اړتیاوو سره سم په احصائیه، اکونومټريکي موډل جوړونه، د ډاټا تحلیل او ترڅنګ یې نورو تحلیلي ـ محاسبوي مهارتونو کې معیاري او باکیفیته زدهکړې د عصري طریقو له لارې وړاندې کول؛
-
د ټولنې او د هېواد د احصائیوي سیستم لپاره د اړتیا وړ متخصص کادرونه روزل، څو وکولای شي احصائیوي سروېګانې طرحه، تطبیق او مدیریت کړي او د ډاټا د تحلیل او ماډل جوړونې له لارې د اقتصادي پلان جوړونې، د پالیسیو د تدوین او نوښتونو په برخه کې اغېزمن رول ولوبوي.
-
د هېواد د علمي او پرمختيایې اړتیاوو سره سم د احصائیې او اکونومټري په برخو کې د مسلکي او متخصصو کادرونو روزنه؛
-
د ډاټا د تحلیل، علمي څېړنې او د شواهدو پر بنسټ د پالیسي جوړونې په برخه کې د ډیپارټمنټ د رول پیاوړتیا؛
-
د اسلامي ارزښتونو او مسلکي اخلاقو په چوکاټ کې د تدریس او څېړنې لپاره د مناسب چاپېریال برابرول؛
-
د هېواد د احصائیوي سیستم، کاري بازار او ملي او نړیوالو بنسټونو اړتیاوو ته اغېزمن ځواب ویل.
-
د احصائیې، اکونومټري او د ډاټا د تحلیل په برخو کې د معیاري او باکیفیته زدهکړو وړاندې کول؛
-
د محصلینو د وړتیا لوړول تر څو وکولای شي احصائیوي او اقتصادي معلومات راټول، تحلیل او تفسیر کړي؛
-
د اقتصادي پدیدو د تحلیل او وړاندوینې لپاره د کمي او اکونومټري اړوند موډل جوړونې د میتودونو تدریس؛
-
د احصائیوي او اکونومټري اړوند سافټویرونو په کارولو کې د محصلینو د عملي مهارتونو پیاوړتیا؛
-
په محصلینو کې د څېړنې روحیه، انتقادي تفکر او اخلاقي ژمنتیا روزل.
د احصائیې او اکونومټري پروګرام د خپل درسي نصاب په تدوین او تطبیق کې هغو بنسټیزو ارزښتونو ته ژمن دی، چې موخه یې د متخصص، متعهد او د دیني او اخلاقي لارښوونو لرونکي نسل روزنه ده. دغه ارزښتونه عبارت دي له:
-
د دیني او ملي ارزښتونو او اسلامي شعایرو ساتنه، درناوی او رعایت؛
-
د عقیدوي، فکري، اخلاقي، علمي او مسلکي روحیې هر اړخیز پیاوړتیا؛
-
د اخلاص، تقوا او د عبادت د روحیې تقویه؛
-
اسلامي ارزښتونو ته ژمن، متدین او مسلکي مسلمان کادرونو روزنې ته پاملرنه؛
-
د دیني اصالت او د عصري او دنیاوي اړتیاوو پر بنسټ، د دیني او عصري علومو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت او توازن رامنځته کول.
|
د مسلکي مضامینو لیکلړ/ لیست مضامین مسلکی/ Core Subjects |
||||||
|
ګڼه |
د مضمون ډول |
کریډټ |
د مضمون نوم په (پښتو) |
نام مضمون ( به دری) |
Name of Subject by (English) |
دمضمون کوډ |
|
۱ |
مسلکي |
۳ |
احصائیه (۱) |
احصائیه (I) |
Statistics (I) |
EC160 |
|
۲ |
مسلکي |
۳ |
ریاضیات (۱) |
ریاضی (I) |
Mathematics (I) |
EC140 |
|
۳ |
مسلکي |
۳ |
د ډاټا د تحلیل پېژندنه |
مقدمهای بر تحلیل ارقام |
Introduction to Data Analysis |
EC170 |
|
۴ |
مسلکي |
۲ |
احصائیه (۲) |
احصائیه (II) |
Statistics (II) |
EC260 |
|
۵ |
مسلکي |
۲ |
ریاضیات (۲) |
ریاضی (II) |
Mathematics (II) |
EC240 |
|
۶ |
مسلکي |
۳ |
احتمالات (۱) |
احتمالات (I) |
Probabilities (I) |
EC340 |
|
۷ |
مسلکي |
۲ |
احتمالات (۲) |
احتمالات (II) |
Probabilities (I) |
EC430 |
|
۸ |
مسلکي |
۳ |
د نفوسپوهنې بنسټونه (۱) |
اساسات دموگرافی (I) |
Fundamental of Demography (I) |
EC534 |
|
۹ |
مسلکي |
۳ |
استنباطي احصائیه (۱) |
احصائیه استنباطی (I) |
Statistics Inference I |
EC538 |
|
۱۰ |
مسلکي |
۳ |
د نفوسپوهنې بنسټونه (۲) |
اساسات دموگرافی (II) |
Fundamental of Demography (II) |
EC534 |
|
۱۱ |
مسلکي |
۳ |
ریاضيکي اقتصاد |
اقتصاد ریاضیاتی |
Mathematical Economics |
EC532 |
|
۱۲ |
مسلکي |
۳ |
استنباطي احصائیه (۲) |
احصائیه استنباطی (II) |
Statistics Inference II |
EC538 |
|
۱۳ |
مسلکي |
۳ |
د نمونې اخیستنې تخنیکونه |
تخنیک های نمونه گیری |
Sampling Techniques |
EC634 |
|
۱۴ |
مسلکي |
۳ |
عملي روزنه |
کار آموزی |
Internship |
EC638 |
|
۱۵ |
مسلکي |
۳ |
خطي پروګرام جوړونه |
پروگرام سازی خطی |
Linear Programming |
EC733 |
|
۱۶ |
مسلکي |
۳ |
د څېړنې میتودولوژي |
روش تحقیق |
Research Methodology |
EC735 |
|
۱۷ |
مسلکي |
۳ |
اکونومټري (۱) |
اکونومتری (I) |
Econometrics (I) |
EC734 |
|
۱۸ |
مسلکي |
۳ |
SPSS (احصائیوي سافټویر) |
SPSS |
SPSS |
EC736 |
|
۱۹ |
مسلکي |
۳ |
د ډاټا تحلیل |
تحلیل ارقام |
Data Analysis |
EC833 |
|
۲۰ |
مسلکي |
۳ |
اکونومټري (۲) |
اکونومتری (II) |
Econometrics (II) |
EC734 |
|
۲۱ |
مسلکی |
۴ |
سمینار |
سمینار |
Seminar |
EC834 |
|
۲۲ |
مسلکي |
۳ |
مونوګراف |
مونوگراف |
Monograph |
EC835 |