داحصائیه او اکونومتری ډيپارټمنټ

پېژندنه

د احصائیې او اکونومټري ډیپارټمنټ د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي له مهمو علمي ډیپارټمنټونو څخه دی، چې د احصائیوي تحلیل، تطبیقي احصائیې او اکونومټري په برخو کې د مسلکي او متخصصو کادرونو د روزنې حیاتي رول لري. د احصائیې او اکونومټري ډیپارټمنټ په ۱۳۵۲ هـ.ش کال کې د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي تر چتر لاندې تأسیس شو. د دې ډیپارټمنټ درسي پروګرام د کریډېټ له سیسټم سره سم عیار شوی او محصلین د ملي کانکور د ازموینې له لارې په مستقیم ډول د احصائیې او اکونومټري د زده‌کړې لپاره دې ډیپارټمنټ ته ورپېژندل کېږي.

د کابل پوهنتون د احصائیې او اکونومټري ډیپارټمنټ د احصائیې او اکونومټري په برخو کې د تدریس، علمي څېړنې او تحلیلي فعالیتونو باندی بوخت دی. دا ډیپارټمنټ د محصلینو لپاره د نظري او عملي پوهې د برابرولو په موخه، د ډاټا د تحلیل میتودونو، اقتصادي موډل جوړونې او د احصائیوي سافټویرونو د کارونې ته ځانګړې پاملرنه کوي. د دې ډیپارټمنټ فارغان د دې وړتیا لري چې په دولتي او خصوصي سکتورونو او همدارنګه په ملي او نړیوالو بنسټونو کې د ډاټا پر بنسټ پېچلي اقتصادي تحلیلونه او اغېزمنې پرېکړې ترسره کړي.

لرلید

د افغانستان، سیمې او نړۍ په کچه د یوه مخکښ او معتبر تعلیمي پروګرام رامنځته کول، چې د اسلامي احکامو په رڼا کې د احصائیې او اکونومټري مسلکي متخصصین وروزي، څو د ډاټا پر بنسټ تحلیل، کمي او اقتصادي موډل جوړونه، او د عصري میتودونو په کارولو سره د شواهدو پر بنسټ پالیسي جوړونه، څېړنه او متشبثیت ترسره کړای شي.

ماموریت

  • د کاري بازار، د هېواد د احصائیوي سیستم او اړوندو ادارو د اړتیاوو سره سم په احصائیه، اکونومټريکي موډل جوړونه، د ډاټا تحلیل او  ترڅنګ یې نورو تحلیلي ـ محاسبوي مهارتونو کې معیاري او باکیفیته زده‌کړې د عصري طریقو له لارې وړاندې کول؛

  • د ټولنې او د هېواد د احصائیوي سیستم لپاره د اړتیا وړ متخصص کادرونه روزل، څو وکولای شي احصائیوي سروې‌ګانې طرحه، تطبیق او مدیریت کړي او د ډاټا د تحلیل او ماډل‌ جوړونې له لارې د اقتصادي پلان جوړونې، د پالیسیو د تدوین او نوښتونو په برخه کې اغېزمن رول ولوبوي.

 

اساسي موخې

  1. د هېواد د علمي او پرمختيایې اړتیاوو سره سم د احصائیې او اکونومټري په برخو کې د مسلکي او متخصصو کادرونو روزنه؛

  2. د ډاټا د تحلیل، علمي څېړنې او د شواهدو پر بنسټ د پالیسي جوړونې په برخه کې د ډیپارټمنټ د رول پیاوړتیا؛

  3. د اسلامي ارزښتونو او مسلکي اخلاقو په چوکاټ کې د تدریس او څېړنې لپاره د مناسب چاپېریال برابرول؛

  4. د هېواد د احصائیوي سیستم، کاري بازار او ملي او نړیوالو بنسټونو اړتیاوو ته اغېزمن ځواب ویل.

 

ښوونېزې موخې

  1. د احصائیې، اکونومټري او د ډاټا د تحلیل په برخو کې د معیاري او باکیفیته زده‌کړو وړاندې کول؛

  2. د محصلینو د وړتیا لوړول تر څو وکولای شي احصائیوي او اقتصادي معلومات راټول، تحلیل او تفسیر کړي؛

  3. د اقتصادي پدیدو د تحلیل او وړاندوینې لپاره د کمي او اکونومټري اړوند موډل جوړونې د میتودونو تدریس؛

  4. د احصائیوي او اکونومټري اړوند سافټویرونو په کارولو کې د محصلینو د عملي مهارتونو پیاوړتیا؛

  5. په محصلینو کې د څېړنې روحیه، انتقادي تفکر او اخلاقي ژمنتیا روزل.

 

ارزښتونه

د احصائیې او اکونومټري پروګرام د خپل درسي نصاب په تدوین او تطبیق کې هغو بنسټیزو ارزښتونو ته ژمن دی، چې موخه یې د  متخصص، متعهد او د دیني او اخلاقي لارښوونو لرونکي نسل روزنه ده. دغه ارزښتونه عبارت دي له:

  1. د دیني او ملي ارزښتونو او اسلامي شعایرو ساتنه، درناوی او رعایت؛

  2. د عقیدوي، فکري، اخلاقي، علمي او مسلکي روحیې هر اړخیز پیاوړتیا؛

  3. د اخلاص، تقوا او د عبادت د روحیې تقویه؛

  4. اسلامي ارزښتونو ته ژمن، متدین او مسلکي مسلمان کادرونو روزنې ته پاملرنه؛

  5. د دیني اصالت او د عصري او دنیاوي اړتیاوو پر بنسټ،  د دیني او عصري علومو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت او توازن رامنځته کول.

د لسانس دورې تحصیلي نصاب

د مسلکي مضامینو لیکلړ/ لیست مضامین مسلکی/ Core Subjects

ګڼه

د مضمون ډول

کریډټ

د مضمون نوم په (پښتو)

نام مضمون ( به دری)

Name of Subject by (English)

دمضمون کوډ

۱

مسلکي

۳

احصائیه (۱)

احصائیه (I)

Statistics (I)

EC160

۲

مسلکي

۳

ریاضیات (۱)

ریاضی (I)

Mathematics (I)

EC140

۳

مسلکي

۳

د ډاټا د تحلیل پېژندنه

مقدمه‌ای بر تحلیل ارقام

‌‌Introduction to Data Analysis

EC170

۴

مسلکي

۲

احصائیه (۲)

احصائیه (II)

Statistics (II)

EC260

۵

مسلکي

۲

ریاضیات (۲)

ریاضی (II)

Mathematics (II)

EC240

۶

مسلکي

۳

احتمالات (۱)

احتمالات (I)

Probabilities (I)

EC340

۷

مسلکي

۲

احتمالات (۲)

احتمالات (II)

Probabilities (I)

EC430

۸

مسلکي

۳

د نفوس‌پوهنې بنسټونه (۱)

اساسات دموگرافی (I)

Fundamental of Demography (I)

EC534

۹

مسلکي

۳

استنباطي احصائیه (۱)

احصائیه استنباطی (I)

Statistics Inference I

EC538

۱۰

مسلکي

۳

د نفوس‌پوهنې بنسټونه (۲)

اساسات دموگرافی (II)

Fundamental of Demography (II)

EC534

۱۱

مسلکي

۳

ریاضيکي اقتصاد

اقتصاد ریاضیاتی

Mathematical Economics

EC532

۱۲

مسلکي

۳

استنباطي احصائیه (۲)

احصائیه استنباطی (II)

Statistics Inference II

EC538

۱۳

مسلکي

۳

د نمونې اخیستنې تخنیکونه

تخنیک های نمونه گیری

Sampling Techniques

EC634

۱۴

مسلکي

۳

عملي روزنه

کار آموزی

Internship

EC638

۱۵

مسلکي

۳

خطي پروګرام جوړونه

پروگرام سازی خطی

Linear Programming

EC733

۱۶

مسلکي

۳

د څېړنې میتودولوژي

روش تحقیق

Research Methodology

EC735

۱۷

مسلکي

۳

اکونومټري (۱)

اکونومتری (I)

Econometrics (I)

EC734

۱۸

مسلکي

۳

SPSS (احصائیوي سافټویر)

SPSS

SPSS

EC736

۱۹

مسلکي

۳

د ډاټا تحلیل

تحلیل ارقام

Data Analysis

EC833

۲۰

مسلکي

۳

اکونومټري (۲)

اکونومتری (II)

Econometrics (II)

EC734

۲۱

مسلکی

۴

سمینار

سمینار

Seminar

EC834

۲۲

مسلکي

۳

مونوګراف

مونوگراف

Monograph

EC835

گالری رسانه

2096 students of Kabul University graduated with bachelor's degree

Advancements of KU after the victory!

Da Afghanistan Information Center video report at Kabul University:

Faculty of Engineering, Kabul University

From 22 faculties of Kabul University, 2,308 students graduated with a bachelor's degree. Watch more details in the video report below.

A video report of the activities and achievements of the Faculty of Chemistry of Kabul University can be seen here.

The Fine Arts Faculty of Kabul University: For more details, follow the video report below.

A brief report of the activities carried out at Kabul University in the month of Asad.

A special conversation with the head of the Faculty of Pharmacy, Dr. Agha Mohammad Zhakfar, regarding the achievements and the general situation of the aforementioned faculty:

In Kabul University, the final exams of the students of different faculties of the spring semester continue with full transparency.

A special interview with Professor Safiullah Jawhar, the head of the Faculty of Agriculture, Kabul University

The three-day workshop for the students of the Department of Theater of the Faculty of Fine Arts was concluded by the guest professor (Dr. Edmund Chow) from Singapore.