اوسنی حالت
په اوس وخت کې فزیک پوهنځي د پوهاند، پوهندوی، پوهنمل، پوهنیار او نوماند پوهنیار رتبه لرونکې استادان او همکاران لري او همدارنګه کمپيوټر ليب او د ۴۲۰۰ په شاوخوا کې درلودونکی کتابتون چې د مطالعې لپاره مناسب چاپيريال برابروي لري. فزیک پوهنځي درې (فزیک او الکترونيک ، نظري او عمومي فزیک او هستوي او اتومي فزیک) ديپارتمنټونه لري.
فزیک پوهنځی د لیسانس او ماستري برنامې درلودونکی دی چې سمستر وار نصاب یې په پورته ډول کتلی شئ. په فزیک پوهنځي کې د کیفیت د لوړاوي په موخه اته ګوني کمیټې (کیفیت د لوړاوي کمیټه، پلان استراتیژیک کمیټه، تحقیق کمیټه، نظم او ډسپلین کمیټه، فرهنګي کمیټه، ازموینوکمیټه، الکترونیکي زده کړو کمیټه او د نصاب کمیټه) او همدارنګه د ترانسکریپټ کتلو، د سپورت او نوآوري فرعي کمیټې د لایحو له مخي خپل فعالیت او نظارت کوي.
فزیک پوهنځی ۵ لابراتوارونه لري چې عبارت دي له:
– د میخانیک لابراتوار
– د الکترونیک لابراتوار
– د څپو او اپتیک لابراتوار
– د هستوي لابراتوار
- برق او مقناطیس لابراتوار
د محصلینو جذب د ملي کانکور له لارې کېږي. په فزیک پوهنځي کې تدریس په ملي ژبو (پښتواو دری) ترسره کېږي. انګلیسي د نړیوالې ژبې په توګه د زدهکړو په برخه کې کارول کېږي، او په کتابتون کې ډېری درسي کتابونه په انګلیسي ژبه موجود دي.