د چاپېریال ساتنې هڅوونکی فعالیت ترسره شو
د چاپيريال ساتنې په برخه کې د ديني او اخلاقي مسؤولیتونو د لا ښه ترسراوي په موخه، د کابل پوهنتون محصلینو په رضاکارانه ډول د پوهنتون دننه د چاپېریال ساتنې هڅوونکی فعاليت ترسره کړ او د محصلينو عامه پوهاوي ته کار وشو.
دا ډول فعاليتونه په منظم او مهالني ډول د محصلینو د خدمتونو او همغږۍ آمریت تر نظارت لاندې په رضاکارانه ډول ترسره کېږي.
