د پایلو پر بنسټ زده کړو ورکشاپ پیل شو

tariq_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۴ - ۱۵:۳۶
2152

د کابل پوهنتون ۲۲تنه نویو ګمارل شویو استادانو لپاره د پایلو پر بنسټ(OBE) زده کړو ۶ ورځنی ورکشاپ د پوهنتون مسلکي پراختیا آمریت لخوا پیل شو، په دې ورکشاپ کې د تدریس اصول، د ټولګي کنترول، د محصلینو ارزونې اصولو په برخه کې ګډونوالو استادانو ته زده کړه ورکړل کیږي.
ددې برنامې پرمخ بیولو په موخه درې ماستر ترینران ټاکل شوي، چې ټول ورکشاپ به پر مخ وړي. په یاد ورکشاپ کې به د پایلو پر بنسټ (OBE) زده کړو ارزښت او اهمیت په اړه مسلکي تخنیکي او جامع بحثونه ترسره شي.
ددې ورکشاپ د پیل په مراسمو  کې د لوړو زده کړو وزارت استادانو تقرر او علمي ترفیعاتو رئیس ښاغلي انجینر مفتاح الدین عزام او د کابل پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي محمد اشرف غیرت هم ګډون کړی وو او په خپلو خبرو کې یې داستادانو ظرفیت لوړونې برنامو په ملاتړ ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۳:۵۹
Background image

" اوبه د اقلیمي عمل لپاره" تر عنوان لاندې کنفرانس دایر شو

د کابل پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت له لورې "اوبه د اقليمي علمي لپاره" تر عنوان لاندې يو ورځنی څېړني کنفرانس ترسره شو.

په دې کنفرانس کې د پوهنتون د اړوندو څانګو د استادانو لخوا لس علمي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۵:۵۸
Background image

د ديني-اصلاحي درسونو لړۍ پیل شوه

د درسونو دا لړۍ، چې د کابل پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت لخوا پيل شوه، يوه اونۍ دوام کوي او د پوهنځيو محصلين په کې په نوبتي شکل د يو ځانګړي مهالويش سره سم ګډون کوي.

په افتتاحيه غونډه. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه:

په کابل پوهنتون کې د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو د بهاري سمسټر نهایي آزموینې په پوره شفافیت او مناسب چاپیریال کې دوام لري، د مسوولینو په وینا د آزموینې شفافیت په موخه یې کمېټه جوړه کړې، ترڅو آزموینې په سمه او معیاري بڼه ترسره شي. نور حال د نشراتو آمریت له لو