د پایلو پر بنسټ زده کړو ورکشاپ پیل شو
د کابل پوهنتون ۲۲تنه نویو ګمارل شویو استادانو لپاره د پایلو پر بنسټ(OBE) زده کړو ۶ ورځنی ورکشاپ د پوهنتون مسلکي پراختیا آمریت لخوا پیل شو، په دې ورکشاپ کې د تدریس اصول، د ټولګي کنترول، د محصلینو ارزونې اصولو په برخه کې ګډونوالو استادانو ته زده کړه ورکړل کیږي.
ددې برنامې پرمخ بیولو په موخه درې ماستر ترینران ټاکل شوي، چې ټول ورکشاپ به پر مخ وړي. په یاد ورکشاپ کې به د پایلو پر بنسټ (OBE) زده کړو ارزښت او اهمیت په اړه مسلکي تخنیکي او جامع بحثونه ترسره شي.
ددې ورکشاپ د پیل په مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت استادانو تقرر او علمي ترفیعاتو رئیس ښاغلي انجینر مفتاح الدین عزام او د کابل پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي محمد اشرف غیرت هم ګډون کړی وو او په خپلو خبرو کې یې داستادانو ظرفیت لوړونې برنامو په ملاتړ ټینګار وکړ.