د ټولنیزو علومو پوهنځي جدید الشمول محصلینو ته د ښه راغلاست غونډه ترسره شوه

tariq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۸ - ۱۷:۵
34594

نوموړې غونډه لومړی د قرآن کریم په مبارکو آیتونو پیل شوه، وروسته د کابل پوهنتون ټولنیزو علومو رئیس ښاغلي پوهنمل محمدحسین احمدزي جدید الشمول محصلینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ نوموړي پوهنځي ته د بریا په موخه مبارکي ورکړه.

نوموړي محصلینو ته د هېواد د لوړو زده کړو په نظام او د افغانستان په ملي یوالي کې د کابل پوهنتون د مقام په تړاو معلومات وړاندې کړل، ترڅنګ یې محصلینو ته د ټولنیزو علومو پوهنځي د لیدلوري او ماموریت  په اړه معلومات وړاندې کړل او له محصلینو سره  د اسلامي ارزښتونو، د کابل پوهنتون اکاډمیکو لایحو او مقرراتو په رڼا کې ګټور معلومات شریک کړل.

وروسته د ټولنیزو علومو پوهنځي فرهنګي کمېټې رئیس ښاغلي پوهنوال احمد رسول رسول د ټولنې مادي او معنوي پرمختګ او پراختیا په برخه کې د محصلینو اسلامي، علمي او فرهنګي مسؤلیتونو او وظایفو  په اړه جدید الشمول محصلینو ته اساسي او مهم ټکي بیان کړل.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د ټولنیزو علومو پوهنځي مرستیال ښاغلي پوهنمل احمدولي عالمي، د کابل پوهنتون څیړنیز مرکزونه چې د کابل پوهنتون عمومي کتابتون، د افغانستان معلوماتو سرچینې مرکز(ACKU)، او د ټولنیزو علومو  پوهنځي کتابتون پکې شاملیږي د جدید الشمول محصلینو ته ور وپیژندل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د طبیعي علومو نړیوال ژورنال نوې ګڼه پرلیکه شوه

د کابل پوهنتون د مجلو او ژورنالونو آمریت ویاړي چې د طبیعي علومو نړیوال ژورنال (Journal of Natural Science Review) د ۲۰۲۵م کال درېیمه ګڼه يې پرلیکه کړه.

په دې ګڼه کې د کورنیو او بهرنیو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۱۱:۱۸
Background image

اداري کارکوونکو ته ديني-علمي سیمنار دایر شو

د کابل پوهنتون ټولو اداري کارکوونکو ته يو ورځنی ديني-علمي سيمينار ترسره شو. په دې سیمینار کې د وظيفې اړوند ديني او اداري مسؤوليتونو موضوع باندې بېلابېلو ويناوالو مفصلې ويناوې وکړې.

په. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: