په کابل پوهنتون کې په شرعي علومو کې د څیړنې او علمي مقالې لیکنې اصول سمینار پیل شو

tariq_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۳۰ - ۱۶:۵۸
154

د کابل پوهنتون علمي څیړنو معانیت لخوا (( په شرعي علومو کې د څیړنې او علمي مقالې لیکنې اصول )) تر عنوان لاندې دری ورځنی سمینار پیل شو.

نوموړی سمینار د شرعیاتو پوهنځي استاد ښاغلي دکتور اصحاب الله اواب لخوا وړاندې کیږي، چې د زمري میاشتې له ۳۰ نېټې څخه د وږي تر لومړۍ ڼېټې پورې به دوام وکړي.

په یاد سمینار کې د کابل پوهنتون شرعیاتو پوهنخي، پولی تخنیک، طبي علومو، کابل ښوونې او روزنې او همدارنګه د عبدالله بن مسعود تخصصاتو جامعې استادان به پکې برخه واخلي.

په دې سیمنار کې ګډونوال په ګروپونو ویشل شوي چې په شرعي علومو کې د علمي مقال لیکلو او څیړنې په اړه له نظریاتو سره به په دې برخه کې عملي کارونه هم ترسره کړي او ددې سمینار د اغیزمنتیا او عملي چارو ترسره کولو په موخه به دکابل پوهنتون مرکزي کتابتون او د شرعیاتو پوهنخي کتابتون ته هم مراجعه وکړي.

د شرعیاتو پوهنځي رئیس ښاغلي شیخ الوالمعید ابوالجراد او د څیړنومعاونیت سرپرست ښاغلي پوهندوی محمدولي سالاري د استادانو لپاره په علمي څیړنو په ترسره کولود ظرفیت په لوړولو لپاره غوره یاد کړ.

د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز د یاد سمینار د جوړولو له امله له ښاغلي استاد اواب او علمي څیړنو معاوینت له سرپرست څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ که چیرې استادان په منظمه او دوامداره توګه برخه واخلي په شرعي علومو کې د علمي څیړنو په برخه کې مهم او ګټور موضوعات زده کړي.

له هغه وروسته ښاغلي دکتور اصحاب الله اواب د یاد دری ورځني سمینار اجندا په لنډه توګه واضح کړه او خپل پرزینتشن یې پیل کړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۹:۱۴
Background image

د جدید الشمول محصلانو ښه راغلاستغونډه ترسره شو

کابل پوهنتون ته په ١٤٠٤ش کال کې د نویو جذب شویو محصلینو د ښه راغلاست غونډه ترسره شوه، چې په کې د لوړو زده کړو محترم وزیر، د پوهنتون رئیس، مرستیالانو، استادانو او محصلینو ګډون وکړ.

په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۹:۱۶
Background image

د حقوقي ستاژرانو فراغتغونډه تر سره شوه

د کابل پوهنتون د حقوقي زده کړو ملي مرکز د حقوقي ستاژ څوارلسمې دورې (۷۶) محصلین د تخصص په کچه فارغ کړل، چې پکې د لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون رهبرۍ ، عدلیې وزارت، سترې محکمې استازو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: