په کابل کې د (UNHCR ) دفتر مرستیال د کابل پوهنتون له رئیس سره لیدنه تر سره کړه

tariq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۸ - ۱۳:۵۷
11

د روان کال لړم میاشتې په ۱۸مه نېټه د چهارشنبې ورځ د (UNHCR ) دفتر مرستیال داکتر یومیکو تاکاشیما د کابل پوهنتون له رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز سره د پوهنتون په ریاست کې لیدنه وکړه.

پدغه لیدنه کې چې د پوهنتون مرستیالانو هم ګډون درلود، د (UNHCR) دفتر په مرسته د (DAFI) پروژې لخوا د بېرته راستنېدونکو محصلینو لپاره د کاري فرصتونو برابرول، د نورو مؤسسو د مرستو راجلبول او د (UNHCR )   دفتر سره د همکارۍ د هوکړه لیک په پراختیا خبرې وشوې، چې له دواړو لورو د اړیکو پر دوام ټینګار وشو.

همدارنګه په کابل کې د (UNHCR) دفتر مرستیال له هغه محصلینو سره چې د (DAFI) پروژې لخوا یې ملاتړ کېږي لیدنه وکړه او ۱۸ قلمه مواد چې قرطاسیه، پرینتر، پروژکتور او نور جنسونه پکې شامل وو له پوهنتون سره مرسته وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۹:۴۵
Background image

برگزاری ورکشاپ آموزشی بایواستاتستیک و SPSS

ورکشاپ آموزشی شش‌روزه بایواستاتستیک و نرم‌افزار SPSS از سوی پوهنځۍ فارمسی پوهنتون کابل برای استادان جوان این پوهنځی برگزار گردید.

هدف از برگزاری این برنامه، ارتقای مهارت‌های تحقیقی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۹:۱۹
Background image

سلګونه محصلین له ظرفیت لوړونې کورسونو فارغ شول

په کابل پوهنتون کې له ژمنیو رخصتیو څخه په استفادې د ظرفیت لوړونې له لنډمهاله کورسونو څخه ګڼ محصلین فارغ شول.

دا کورسونه کمپیوټر، ویناوالۍ، خطاطۍ، مصنوعي ځیرکتیا، ګرافیک ډیزاین، علمي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۴۲
Background image

د بهرنيو چارو وزير محصلينو ته وينا وکړه

په کابل پوهنتون کې د محصلينو په اصلاحي سيمينار کې د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزير ښاغلي امیرخان متقي محصلينو ته د ا.ا.ا د بهرنۍ او کورنۍ پاليسۍ او لاسته راوړنو په اړه وينا وکړه.

نوموړي اسلا. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: