د وترنري علومو پوهنځي د میکروبونو له مقاومت سره د مبارزې د اغېزمنو میتودونو تر عنوان لاندې ورکشاپ دائر کړ

tariq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۷ - ۹:۲۸
pic14

دغه ورکشاپ د کرنې وزارت د څارویو د روغتیا ریاست د کنفرانسونو په تالار کې ددغه ریاست، د روغتیا نړیوالې ادارې او د عامې روغتیا وزارت په مرسته د وترنر ډاکټرانو، د چرګانو، غواګانو او کبانو فارم لرونکو او د لبنیاتو د پروسس کوونکو شرکتونو لپاره دائر شو.

د ورکشاپ په پیل کې د کرنې او مالدارۍ وزارت د څارویو د روغتیا رئیس ښاغلي مفتي ذاکرالله د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او هیله یې څرګنده کړه چې له دغه پروګرام څخه په ښه ډول ګټه واخیستل شي، استادان او متخصصین له یو بل سره خپلې تجربې شریکې کړي او پر مټ یې د میکروبونو د مقاوم کېدو د مخنیوي لپاره لارې چارې پیدا او د ګډونوالو سره یې شریکې کړي.

ورپسې د وترنري علومو پوهنځي رئیس ښاغلي پوهاند ډاکټر شیرشاه سادات د کابل پوهنتون په استازولۍ د ورکشاپ په موضوع باندې هر اړخیزې خبرې وکړې او یاد ورکشاپ یې ګټور وباله هغه زیاته کړه چې پوهنتونونه مسؤلیت لري چې څېړونکي او متخصصین وروزي او په عرضه کوونکو ادارو  کې یې د خدمت کولو لپاره وړاندې کړي.

پدې ورکشاپ کې د روغتیا نړیوالې ادارې استازي ښاغلي ډاکټر صفي الله ندیب او د عامې روغتیا وزارت استازي ډاکټر نصیر ستانکزي هم د یادې موضوع په اړه بحث وکړ او د اړونده ادارو څخه یې د همغږۍ غوښتنه وکړه ترڅو هېواد ته د بې کیفیته درملو د واردولو څخه چې د میکروبونو د مقاومت باعث کېږي مخنیوي وشي.

دغه ورکشاپ به دوه ورځې دوام وکړي چې د وترنري علومو پوهنځي استادان او نور متخصصین به د میکروبونو له مقاومت سره د مبارزې په اړه خپل پریزینټشنونه وړاندې کړي او همدارنګه به ګډونوال خپل نظرونه او پوښتنې د موضوع په اړه مطرح کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۳۲
Background image

د کیفیت ساتنې معیارونو د تشريح ورکشاپ دائر شو

د کابل پوهنتون د کیفیت لوړونې امریت له لوري «د کیفیت تضمین د معیارونو پوهاوی» تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو، چې په کې د پوهنځیو رئیسانو، امرینو، استادانو او اداري کارکوونکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۰:۵۸
Background image

ماسټرۍ برنامو کې د شمولیت ازموینه واخیستل شوه

د کابل پوهنتون ماسټرۍ ٨ برنامو ته د شمولیت په موخه د بیلابیلو اما،رتي پوهنتونونو له نوماند استادانو څخه ازموینه واخیستل شوه، چې له جملې يې ۶۴ تنه استادان ذکر شوو برنامو ته جذب شول.

د. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: