د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي او د ابن سینا فارمسي دولتي شرکت ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۹ - ۱۵:۱۰
agreement

د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي د کابل پوهنتون د رییس ښاغلي دکتور اسامه عزیز او د پوهنتون علمي مرستیال پوهاند محمد شفیع شریفي په حضور کې د روان کال د غبرګولي په ۹ نېټه د ابن سینا فارمسي دولتي سرکت سره د علمي او مسلکي همکاریو دتامین په موخه هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د کابل پوهنتون رییس ښاغلي دکتور اسامه عزیز د دې هوکړه لیک د لاسلیک په غون‌‌‌‌‌‌‌ډه کې يې د اسلام له نظره د روغتیا او ژوند په موضوع د خبرو ترڅنګ یې دا علمي او مسلکي همکاري نیکه او غوره وبلله او زیاته یې کړه، چې دا کار غوره دی؛ ځکه علمي نظریات په عملي ساحه کې پلي کوي او د ابن سینا دولتي شرکت او د فارمسي پوهنځی خپلې موخې په غوره ‌‌‌‌‌‌ډول تر لاسه کوي او له بل لوري په هیواد کې د درملو د تولید په برخه کې ځان بسیاینې ته نژدې کیږو او دا د ارزښت او اهمیت وړ امر دی او زه هیله لرم، چې دا هوکړه لیک ګټور واقع شي او ذکر سوي جزیات پکې په پوره ‌‌‌‌‌‌ډول پلي شي او محصلینو ته د وړتیاوو د لوړولو په برخه ګټور واقع شي. 

همدارنګه پدې غون‌‌‌‌‌‌ډه کې د ابن سینا دولتي شرکت رییس ‌‌‌‌‌‌ډاکټر طارق خالد د دې هوکړه لیک په لاسلیک یې خوښي وښوده او ویې ویل، چې دا شرکت پراختیا ته اړتیا لري او پدې دلیل خپل ټول امکانات د هوکړه لیک په پلي کولو کې کاروي.

د فارمسي پوهنځي رییس پوهنوال داکتر آقا محمد ژکفر هم د دې هوکړه لیک لاسیک یو مثبت او مهم ګام یاد کړ او زیاته یې کړه، چې دا پوهنځی ویاړ لري، چې د ا.ا.ا تر راتګ وروسته یې له اکا‌‌‌‌‌‌ډمیکو بنسټونو، اړوندو موسسو او ادارو سره یې څو هوکړه لیکونه لاسلیک کړي او نن ورځ هم د یوې بلې هوکړې د لاسلیک ساهدان یاستی او مونږ د هوکړه لیک د موادو پلي کېدو او طرحې ته متعهد یو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۹:۱۴
Background image

د جدید الشمول محصلانو ښه راغلاستغونډه ترسره شو

کابل پوهنتون ته په ١٤٠٤ش کال کې د نویو جذب شویو محصلینو د ښه راغلاست غونډه ترسره شوه، چې په کې د لوړو زده کړو محترم وزیر، د پوهنتون رئیس، مرستیالانو، استادانو او محصلینو ګډون وکړ.

په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۹:۱۶
Background image

د حقوقي ستاژرانو فراغتغونډه تر سره شوه

د کابل پوهنتون د حقوقي زده کړو ملي مرکز د حقوقي ستاژ څوارلسمې دورې (۷۶) محصلین د تخصص په کچه فارغ کړل، چې پکې د لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون رهبرۍ ، عدلیې وزارت، سترې محکمې استازو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: