د کابل پوهنتون رییس د خپرونو، علمي مجلې او د پوهنتون تر لسانس پورته برنامو امریتونو څخه لیدنه وکړه

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۱ - ۹:۲۹
visit

د کابل پوهنتون رییس دکتور اسامه عزیز، د پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهاند محمد شفیع شریفي او مالي او اداري مرستیال معلم احمد حقاني په ملتیا د کابل پوهنتون د خپرونو، علمي مجلو او تر لسانس پورته برنامو امریت څخه لیدنه وکړه.

پدې لیدنه کې دکتور اسامه عزیز د دې امریتونو د امرینو او کارکوونکو له کار او هڅو څخه مننه او ستاینه وکړه او هغوی یې مراجعینو او محصلینو لپاره اسانتیاوې برابرولو او همدارنګه د پوهنتون اداري، مسلکي او علمي کارونو د پرمختګ لپاره یې وهڅول او زیاته یې کړه، د پوهنتون رهبري د پوهنتون د کارونو د ښه تر سره کېدو او د کاري ستونزو د حل په برخه کې د هغوی د غوښتنو ملاتړ کوي او تل د هغوی په خدمت کې دی.

وروسته د یادو امریتونو، امرینو او کارکوونکو د کابل پوهنتون رییس څخه د دې څانګو د لیدنې له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې دوی د پوهنتون د پرمختګ او هوساینې لپاره په اخلاص او ريښتینولي سره هلې ځلې کوي او په راتلونکې کې به هم خپلو کارونو ته دوام ورکړي. دوی د پوهنتون له رییس سره د څانګو ستونزې او نیمګړتیاوې هم شریکې کړې او د حل لپاره یې د پاملرنې غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۳:۳۹
Background image

د کتابتون مدیریت اړوند سمینار ترسره شو

د کابل پوهنتون د مرکزي کتابتون امریت له لوري د پوهنتون د ټولو پوهنځيو د کتابتونونو مسؤولينو ته د «کتابتون مدیریت او  LCC سیسټم سرلیک لیکنه» تر عنوان لاندې دوه ورځنی سمینار دایر شو.

په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۴:۴
Background image

د ناسمو راپورنو په اړه دکابل پوهنتون اعلامیه

په دې وروستیو کې د ځینو مغرضو رسنیو لخوا د کابل پوهنتون د یو شمېر استادانو د منفکۍ په اړه ناسم او بې اساسه خبرونه خپريږي، کابل پوهنتون دا افواهات په کلکه ردوي او د دا ډول مغرضو خبرونو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: