د کابل پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته جوړه شوه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲ - ۹:۵۹
ku

د کابل پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته د کابل پوهنتون د رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري په ریاست او د دې ریاست د مرستیالانو او علمي شورا د غړوپه ګډون جوړه شوه. دا ناسته د روان ۱۴۰۰ د سرطان په لومړۍ نېټه د سې شنبې په ورځ جوړه او د کابل پوهنتون اړوند مهمو موضوعاتو باندې خبرې وشوې او اړین تصمیمونه ونیول شول.

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري په خپلو پرانیستو خبرو کې د ناستې غړو ته د ښه راغلاست تر څنګ یې تاکید وکړ، چې استادان مکلف دي تر څو درسونو ته په انلاین ډول دوام ورکړي او د پوهنځیو رییسان او د څانګو مسوولین د دا خبره جدي ونیسي او د کابل پوهنتون ریاست ته د هغې راپور شریک کړي. پوهاند بابري زیاته کړه، چې ځینې تر لاسه شوي راپورونه ښيي، چې د کابل پوهنتون د محصلینو لپاره په انلاین ډول درسونه ښه وو او دا هیله بښوونکي ده او هیله لرو تر پایه دوام ومومي. د کابل پوهنتون رییس د خپلو خبرو په بله برخه کې د پوهنځیو رییسانو ته وویل، چې هوکړه لیکونو ته رسېدنه وشي او هغه په سم او بنسټیزه توګه و ارزول شي تر څو د کابل پوهنتون رهبري لپاره هغو د لاسلیک کار اسانه او دقیق شي.

د علمي شورا پدې ناسته کې په څلورو اړوندو علمي مسایلو، د ورځې او شپې او درسونو د کیفیت د ارزونې په هکله راپور، د استادانو علمي ترفیعاتو درې دوسیې او پنځه متفرقه موضوع ګانې د قوانینو، مقرراتو، لایحو او طرزالعمل په رڼا کې خبرې وشوې او د رایو په اکثریت یې په هرې یوې باندې خبرې وشوې او اړین تصمیم ونیول شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۹:۴۵
Background image

برگزاری ورکشاپ آموزشی بایواستاتستیک و SPSS

ورکشاپ آموزشی شش‌روزه بایواستاتستیک و نرم‌افزار SPSS از سوی پوهنځۍ فارمسی پوهنتون کابل برای استادان جوان این پوهنځی برگزار گردید.

هدف از برگزاری این برنامه، ارتقای مهارت‌های تحقیقی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۹:۱۹
Background image

سلګونه محصلین له ظرفیت لوړونې کورسونو فارغ شول

په کابل پوهنتون کې له ژمنیو رخصتیو څخه په استفادې د ظرفیت لوړونې له لنډمهاله کورسونو څخه ګڼ محصلین فارغ شول.

دا کورسونه کمپیوټر، ویناوالۍ، خطاطۍ، مصنوعي ځیرکتیا، ګرافیک ډیزاین، علمي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۴۲
Background image

د بهرنيو چارو وزير محصلينو ته وينا وکړه

په کابل پوهنتون کې د محصلينو په اصلاحي سيمينار کې د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزير ښاغلي امیرخان متقي محصلينو ته د ا.ا.ا د بهرنۍ او کورنۍ پاليسۍ او لاسته راوړنو په اړه وينا وکړه.

نوموړي اسلا. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: