په کابل پوهنتون کې د ککړې هوا د تصفیه کېدو اختراع شوی فیلتر نندارې ته وړاندې شو

tariq_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۳ - ۱۵:۲۰
869

نوموړی فیلتر د لوړو زده کړو وزارت معلوماتي تکنالوژۍ ریاست په مرسته د انجینر سیدزمان سعادت لخوا اختراع او جوړ شوی دی، ددې فلتر د نندارې په غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت مرستیالانوو رئیسانو د کابل پوهنتون رهبرۍ او د چاپېریال ساتنې پوهنځي محصلینو برخه اخیستې وه.

د کابل پوهنتون په استازیتوب د چاپېریال ساتنې پوهنځي رئیس پوهندوی محمد داوود شېرزاد  د یاد فیلتر جوړونه او اختراع د پوهنتون لپاره مثبت حرکت او غوره لاسته راوړنه  وبلله او ټینګاریې وکړ، که چیرې د هېواد محصلینو او ځوانانو ته فرصت او امکانات برابر شي،  د تکنالوژۍ او نورومسایلو په برخه کې به لا پرمختګ وکړي.

په یاده غونډه کې د لوړوزده کړو وزارت معلوماتي تکنالوژۍ رئیس ښاغلی انجینر احمدضیاء جبارخیل د تکنالوژۍ په ارزښت او د هغه په اړتیا خبرې وکړې، او زیاته یې کړه، چې نوموړی فیلتر په کم وقت او کم لګښت جوړ شوی، چې دنظام او خلکو لپاره به ګټور تمام شي.

وروسته د یاد فیلتر جووړونکي انجینر سید زمان سعادت وویل، چې هغوی به په راتلونکي کې دې ډول نورو فیلترونو او د تکنالوژۍ وسایلو په جوړولو کې  هڅې وکړي.

ښاغلي سعادت د نظام له چارواکو څخه وغوښتل، چې په دې برخه کې د دوی مالي او معنوي ملاتړ وکړي، ترڅو په پوره علاقه او انرژي کار وکړي.

یاد فیلتر په یوه ثانیه کې (400) متر مکعب ککړه هوا پاکوي، د دې ماشین د جوړېدو کار په دوه میاشتو کې بشپړ او دری لکه افغانیو لګښت پرې شوی، یاد ماشین په سیار او هم په ساکن ډول فعالیت کولای شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۹:۱۴
Background image

د جدید الشمول محصلانو ښه راغلاستغونډه ترسره شو

کابل پوهنتون ته په ١٤٠٤ش کال کې د نویو جذب شویو محصلینو د ښه راغلاست غونډه ترسره شوه، چې په کې د لوړو زده کړو محترم وزیر، د پوهنتون رئیس، مرستیالانو، استادانو او محصلینو ګډون وکړ.

په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۹:۱۶
Background image

د حقوقي ستاژرانو فراغتغونډه تر سره شوه

د کابل پوهنتون د حقوقي زده کړو ملي مرکز د حقوقي ستاژ څوارلسمې دورې (۷۶) محصلین د تخصص په کچه فارغ کړل، چې پکې د لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون رهبرۍ ، عدلیې وزارت، سترې محکمې استازو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: