په کابل پوهنتون کې د ډیجیټلي مشکلاتو د حل او خلاقیت مرکز پرانېستل شو

tariq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۷ - ۱۰:۲۰
87

دغه مرکز چې د کمپیوتر ساینس پوهنځي د محصلینو او استادانو په نوښت سره رامنځ ته شوی د روان کال مرغومي میاشتې په څلورمه نېټه د یکشنبې ورځ د پوهنتون د رهبري په شتون کې پرانیستل شو.

لومړی د کمپیوټر ساینس پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنوال امیرکروړ شهیدزي د یادې پوهنځي د کړنو په هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د پوهنتون له رهبرۍ څخه یې د لا زیات ملاتړ او همکارۍ غوښتنه وکړه.

وروسته د کمپیوترساینس پوهنځي استاد ښاغلي پوهنیار سید نجم الدین سادات ددغه مرکز اړوند محتوا، کړنو، ځانګړتیاوو او پدې برخه کې د پلان شویو پروګرامونو په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې ددغه مرکز اصلي موخه د محصلینو ظرفیت لوړول دي.

ورپسې د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز ددغه ډول مرکز شتون د پوهنتون لپاره اړین وباله او زیاته یې کړه چې پدغه مرکز کې د محصلینو انفرادي هڅې په یو منظم چوکاټ کې په جمعي بڼه په لاره اچول کېږي او ورڅخه د علمي او څېړنیزو مسایلو د پرمختګ او توسعې په موخه استفاده کېږي.

پدغه پروګرام کې د پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت سرپرست ښاغلي پوهنمل معاذ الله نسیم او د تحقیقاتو آمریت آمر ښاغلي پوهندوی محمدولي سالاري هم خبرې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۴:۴
Background image

د ناسمو راپورنو په اړه دکابل پوهنتون اعلامیه

په دې وروستیو کې د ځینو مغرضو رسنیو لخوا د کابل پوهنتون د یو شمېر استادانو د منفکۍ په اړه ناسم او بې اساسه خبرونه خپريږي، کابل پوهنتون دا افواهات په کلکه ردوي او د دا ډول مغرضو خبرونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۲۱
Background image

د کابل پوهنتون پنځو ممتازو فارغانو ته ځانګړې ډالۍ او د دندو ژمنه ورکړل شوه

د کابل پوهنتون د ۱۴۴۸هـ.ق کال د ۲۲ پوهنځیو ۲۵۰۰ فارغانو له ډلې هغه پنځه محصلین چې د ټول پوهنتون په کچه یې له لومړۍ تر پنځمې لوړې نمرې ترلاسه کړې وې او عمومي ممتاز فارغان پېژندل شوي وو،. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: