په کابل پوهنتون کې د پرمختللې علمي رهبرۍ روزنیز ورکشاپ پای ته ورسید

tariq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۳ - ۱۵:۱۲
2222

په کابل پوهنتون کې د روان کال سلواغې په ۱۳ نیټه پنجشنبې په ورځ  پر مختللې علمي رهبرۍ روزنیز  ورکشاپ پای ته ورسید.

د نوموړي ورکشاپ پای ته رسیدو غونډه کې د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز او ورسره علمي مرستیال ښاغلي پوهاند شریفي ګډون کړی وو.

په یاد ورکشاپ کې د کابل پوهنتون پوهنځیو رئیسانو ته د رهبرۍ ، د تضمین کیفیت، د پوهنتونونو درجه بندي (Ranking)، ستراتیژیک پلان،  د بحران مدیریت او د علمي رهبرۍ  نورو برخو کې د مسلکي ترینرانو لخوا زده کړه ورکړل شوه.

د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز د یاد ورکشاپ د ارزښت او اړتیا په اړه خبرې وکړې، د هغه په عملي کولو او د څانګو آمرینو، استادانو ته یې د یادو زده  کړو د انتقال غوښتنه وکړه، ددې ترڅنګ یې ټینګار وکړ چې، د ورکشاپ ګډونوالو نظرونو او وړاندیزونو په عملي کولو کې به پوره هڅې وکړي.

د پوهنځیو رئیسانو چې په یاد ورکشاپ کې یې ګډون کړی وو، ورکشاپ یې اغېزمن او خورا ګټور یاد کړ، ژمنه یې وکړه چې، هغوی به یې د څانګو له آمرینو، استادانو سره شریک کړي، ترڅو هغوی هم په یادو معلوماتو او مسایلو پوه شي.

یاد ورکشاپ د پوهنتون د استادانو مسلکي ودې آمریت (PDC) له خوا د روان کال سلواغې میاشتې په ۱۰مه نیټه دایر شوی وو او څلو ر ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۲:۴۳
Background image

الدعوة لتقديم الأبحاث والمقالات العلمية للنشر في مجلة الدراسات الإسلامية – جامعة كابل

تقبل رئاسة المجلات في وكالة البحث والتحقيق لجامعة كابل الأبحاث والمقالات العلمية في مجلة الدراسات الإسلامية – جامعة كابل (JIS) ، وتدعو الباحثين والعلماء الكرام إلى تقديم الأبحاث. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۲:۳۹
Background image

د محصلينو ظرفیت لوړونې برنامې پیل شوې

د کابل پوهنتون د محصلینو د ظرفیت لوړولو په موخه بېلابېلې وړیا روزنیزې برنامې پیل شوې.

په دغو برنامو کې د ژبو، کمپیوټري زده‌کړو، ویناوالۍ، شغلي مهارتونو، د څېړنې میتودونه، خطاطۍ، SPSS. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: