په کابل پوهنتون کې د محصلینو د زده کړې او تشبث طرحې ارزونه وشوه

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۴ - ۱۶:۱۴
ku

د کابل پوهنتون په ریاست کې د کابل پوهنتون رییس او مرستیالانو، د اقتصاد پوهنځي رییس او یو شمېر استادانو او د استادانو د مسلکي پرمختیا مرکز امر د محصلینو د زده کړې او تشبث طرحه وارزوله.

د کابل پوهنتون د رهبري په وینا له یولوري د کابل پوهنتون فارغینو لپاره مهمه دغدغه دنده او له بل لوري هر کال له پوهنتون څخه زرګونه کسان فارغ او د کار بازار ته وړاندې کیږي، چې د کاري او دولتي بنسټونو کارموندنې منابع تقریبآ اشباع شوي دي «د محصلینو زده کړې او تشبث څرنګوالي طرحې څخه ملاتړ»، د تشبث مرکز جوړولو او د درسي موادو برابرولو څرنګوالی، د تشبث روحیې او نظریو پیاوړتیا څرنګوالی او ... یې د کابل پوهنتون په ریاست کې وارزول.

پدې ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د روان کال د مني سمستر د درسونو له پیل سره، د اقتصاد او عامه اداري او پالیسي پوهنځیو په کریکولم کې د تشبثاتو مضمونونه هم زیات شي، همدارنګه د پوهنتون نور پوهنځي د تشبثاتو کریکولم د جوړېدو طرحې د محصلینو د خدمتونو امریت او اقتصاد پوهنځي سره په همغږي جوړې او تلفیق کړي او د تشبثاتو زده کړې سمینار او کورسونو په جوړېدو سره په کابل پوهنتون کې د تشبثاتو پیاوړتیا او دندو پیداکېدو څخه د ملاتړ په موخه پلي کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۳
Background image

د محتوا تولید سمینار ترسره شو

کابل پوهنتون د ارتباطاتو او ژورنالېزم  پوهنځي له لوري د دې پوهنځي د محصلینو لپاره د محتوا تولید تر عنوان لاندې دوه ورځنی سمینار ترسره شو.

 یاد سمینار کې د مسلکي ټرینر له لوري د محتوا. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۸:۴۳
Background image

د الکترونیکي لېږد را لېږد سيستم روزنیز ورکشاپ دایر شو

د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست له لوري د کابل پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ د آمریت په همغږۍ د الکترونیکي لېږد را لېږد یا برېښنايي مراسلاتو سیستم د ښه تطبیق په موخه یو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: