په کابل پوهنتون کې د غرنی پړانګ نړیواله ورځ ولمانځل شوه

tariq_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۱ - ۱۵:۵۵
11

په کابل پوهنتون کې د غرنی پړانګ نړیواله ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. دغه برنامه د چاپیریال ساتنې ملي ادارې  د چاپېریال ساتنې پوهنځي او د WCS مؤسسې په همکارۍ دائره شوه.

د چاپېریال ساتنې پوهنځي رئیس پوهنمل محمد داوود شېرزاد مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د چاپېریال په ساتنه کې د وحشي حیواناتو رول مهم وباله او د دغو حیواناتو پر ساتنې یې ټینګار وکړ.

پدغه غونډه کې د چاپېريال ساتنې ملي ادارې مسلکي او پاليسۍ معین ډاکټر زين العابدين عابد د غرنی پړانګ په ګډون د وحشي حیواناتو د ساتنې په برخه کې د دغه ادارې هڅې وستايلې او ويې ويل چې له نورو اړوندو ادارو سره په همغږۍ کار کوي.

ورپسې د کابل پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند محمد شفیع شریفي په ایکوسیستم کې د غرنی پړانګونو د ارزښت په اړه معلومات وړاندې کړل.

د غرنی پړانګ زموږ د هېواد له نادرو او کم پیدا حیواناتو له جملې څخه دی چې تر ډېره د بدخشان ولایت په واخان سیمه کې موندل کېږي. افغانستان له کلونو راهیسې د دغه حیوان د ساتنې هڅې کوي، خو لا هم داسې راپورونه شته چې دغه حیوان د ښکارچیانو لخوا په سیستماتیک ډول له منځه وړل کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د طبیعي علومو نړیوال ژورنال نوې ګڼه پرلیکه شوه

د کابل پوهنتون د مجلو او ژورنالونو آمریت ویاړي چې د طبیعي علومو نړیوال ژورنال (Journal of Natural Science Review) د ۲۰۲۵م کال درېیمه ګڼه يې پرلیکه کړه.

په دې ګڼه کې د کورنیو او بهرنیو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۱۱:۱۸
Background image

اداري کارکوونکو ته ديني-علمي سیمنار دایر شو

د کابل پوهنتون ټولو اداري کارکوونکو ته يو ورځنی ديني-علمي سيمينار ترسره شو. په دې سیمینار کې د وظيفې اړوند ديني او اداري مسؤوليتونو موضوع باندې بېلابېلو ويناوالو مفصلې ويناوې وکړې.

په. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: