په کابل پوهنتون کې د روژې مبارکې میاشتې څخه د یادونې په مناسبت د قرآنکریم د ختم مراسم جوړ شول

Abdul Hai Alamyar
پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۶ - ۱۳:۵۷
ku

د قرانکریم ختم مراسم د روان کال د غوايي په ۱۵ نېټه د چهارشنبې په ورځ، چې د روژې مبارکې میاشتې له ۲۳ سره برابره وه، د دې مبارکې میاشتې څخه د درناوي په موخه د شرعیاتو پوهنځي رهبري له لوري د لوړو زده کړو وزیر، د کابل پوهنتون رییس او رهبري هئیت، د پوهنځیو رییسانو، یو شمېر استادانو، کارمندان او محصلینو په ګډون د ښکلو هنرونو پوهنځي د غونډو په تالار کې جوړ شول.

د هیواد د لوړو زده کړو وزیر دکتور عباس بصیر پدې مراسمو کې د خبرو په لړ کې د دې برنامې د جوړوونکو څخه مننه وکړه او د روژې مبارکې میاشتې په اړه یې خبرې وکړې ویې ویل: پدې مبارکې میاشت کې زیات فضایل شته، چې د هغې له ډلې څخه د قران کریم نزول دی. قران کریم یو علمي، ساینسي او اخلاقي کتاب دی، چې په هغه کې د اسلامي اخلاقو چوکاټ بیان شوی دی. یو روزنیز کتاب، چې مختلف تربیتي اصول، د قانون کتاب، د اسلامي قانون کلي او جزيي اصول، یو فلسفي کتاب او په ټوله کې یو اعجاز امېزه او یوه معجزه ده. نوموړي وویل: یو غربي عالم، چې مسلمان شوی دی وایې: د قران علمي او ساینسي ایاتونه دا ښيي، چې دا کتاب د بشر د لاس لیکل شوی کتاب ندی بلکې تر شاه یې یوه لوړه د ملاتړ سرچینه بغیر له حضرت محمد ص څخه شتون لري.

ډاکټر بصیر وویل: د قران کریم اصلي دعوت د سولې او معارف منلو ته دعوت دی. په هغه کې تاوتریخوالی منع او په ځانګړې شرایطو کې لازم ګرځول شوی دی.  له هغه ځایه، چې د پوهنتونونو رول د زده کړې ترڅنګ د سولې، ثبات او یوبل منلو دودول دي، د استادانو رول د دې ډول فضا په دودولو کې زیا مهم دی او د لوړو زده کړو وزارت رهبري د هیواد د لوړو زده کړو په برخه کې په ځلونو د یو بل منلو دودولو کې هڅه کړې ده. دکتور بصیر هيله وښوده، چې د دې مبارکې میاشتې په برکت سره د ټولنې له نابرابریو او تاوتریخوالي څخه پاکه ټولنه ولرو.

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري هم پدې برنامه کې خبرې وکړې او په پیل کې یې د شرعیاتو پوهنځي څخه د نیک سنت د روژې مبارکې میاشتې او قدر شپې د نمانځنې په موخه مننه وکړه او دا یې د ثواب برکت لپاره یوه ښه موقع یاده کړه. پوهاند بابري وویل: د انسان په ژوند کې زیات فرصت شتون لري او د هغې له ډلې څخه د روژې مبارکه میاشت ده. دا میاشت د انساني کراماتو څخه د پوهاوي لپاره مناسب فرصت او د انسان په وجود کې شته بخشش همدارنګه د ځمکې پر سر د الله ج خلیفه ده، چې له هغو څخه باید ګټه پورته شي. په همدې شکل په مبارکه روژه کې د ځان پېژندنې او ځان جوړونې او د مسلمان فرد لپاره یو مناسب فرصت دی تر څو وکولای شو، چې څوک یو، څشی یو او د څه لپاره پیدا شوي یو؟ او د ځان جوړونې لپاره یو ښه فرصت دی او پوهه شو، چې زمونږ د بدن مثبت او منفي مسایل کوم دي او د کومو نیکو اعمالو او صفاتو مطابق ځان جوړ کړو او تر خوړلو دا مسایل مهم دي.

پوهاند بابري د خپلو خبرو په پای کې وویل: الله ج د توفیق راکړي، چې د ځان جوړونې انقلاب له ځان جوړونې څخه پیل کړي او د ټولنې په لوري اشاعه کړو تر څو زمونږ ټولنه پوره اسلامي شي او د پرمختګ، یو بل منلو او د سولې لپاره فکر وکړي او هغه لوري ته حرکت وکړي.

د ولسمشر د دیني چارو سلاکار او د شرعیاتو پوهنځي استاد او یو شمېر نورو استادانو هم پدې برنامه کې خبرې وکړې او هر یو په خپل وار سره د روژې مبارکې میاشتې او د قدر شپې په فضایلو خبرې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۳ - ۱۳:۳۸
Background image

په کابل پوهنتون کې د کرونا واکسین دویم ډوز د پلي کېدو بهیر پیل شو

د کرونا ویروس (کوويډ-19) واکسین دویم ډوز پلي کېدو بهیر د روان کال د غبرګولي په ۱۳ نېټه د پنجشنبې په ورځ د کابل پوهنتون استادانو، کارمندانو، امنیتي ځواکونو او خدماتي کارکوونکو ته د. . .

شنبه ۱۴۰۰/۳/۸ - ۱۲:۳۰
Background image

په کابل پوهنتون کې د کابل پوهنتون د حقوقي ستاژ او د احصايي او معلوماتي ملي ادارې برېښنايي تذکرې بستونو کانکور ازموینه واخیستل شوه

د کابل پوهنتون د حقوقي ستاژ او د الکترونيکي تذکرو بستونو کانکور ازموینه د روان کال د غبرګولي په ۷ نېټه د جمعې په ورځ د کابل پوهنتون د رییس او رهبري، د ازموینو ملي ادارې رهبري، د مرکزي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۳/۸ - ۱۲:۲۲
Background image

د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي او د بلخ پوهنتون د فارمسي پوهنځي تر منځ د علمی همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي او د بلخ پوهنتون د فارمسي پوهنځي ترمنځ د همکاریو د پراختیا هوکړه لیک د علمي، اداري، څېړنیزو او نورو اړوندو موضوعاتو په برخه کې لاسلیک شو.

د دې هوکړه لیک. . .

BACK TO NEWS

All Media

د کمال خان بند د پرانیستې په پار د افغانستان د اوبو مطالعه او مدیریت تر عنوان لاندې علمي او څېړنیز کنفرانس

په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل

د کابل پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي او دریاضیاتو پوهنځيو د نوې ودانۍ پرانیسته

د سولې جوړونې په اړه د جمهور رئيس جلالتمآب محمد اشرف غنی د وینا دوهمه برخه

د سولې جوړونې په اړه د جمهور رئيس جلالتمآب محمد اشرف غنی د وینا لومړۍ برخه