په کابل پوهنتون کې د امریکایي اشغالګرو ځواکونو دوتلو ورځ ولمانځل شوه

tariq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۰ - ۱۵:۲۴
pic16

ددې غونډې په ترڅ کې دکابل پوهنتون استادانو، ګڼ شمېر زده کړیالانو، د ا. ا. ا استازو له هېواد څخه د امریکایي اشغالګرو د وتلو او د اشغال د پای ورځ ولمانځله.

پدې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال لطف الله خیرخواه دغه ورځ د افغانانو لپاره د ویاړ او خوښۍ ورځ وبلله او ویې ویل چې دا بریا په حقیقت کې د ټولو مسلمانانو بریا ده ، مونږ باید داسلامي نظام دساتلو او بقا لپاره هر اړخیزه هڅې وکړو او د مسلمانانو لپاره یې دنمونې نظام وګرځوو ، دا د هېواد د ځوان نسل مسوولیت دی تر څو پدغه لاره کې پیاوړی ګامونه پورته کړی.

همداراز پدغه غونډه کې د ملي دفاع وزارت د هوایی ځواکونو مشرتابه ښاغلي مولوي امان الدین منصور د امریکا پر وړاندې د شل کلن جهاد یادونه وکړه او دا یې د افغانانو لپاره ویاړ او کامیابی وبلله ،  ټینګار یې وکړ چې دا آزادي څه په آسانه نده ترلاسه شوې ، مونږ باید د هغه په قدر پوه شو او د هېواد ځوان نسل باید د اسلامي نظام د ساتلو او بقا لپاره وهڅوو.

پدغه غونډه کې استادانو او نورو مېلمنو هم د امریکایی اشغال د ماتې او بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه خبرې وکړې او د امریکا پر وړاندې یې د افغانانو شل کلن جهاد د هېواد په تاریخ کې یو زرین او نه هېرېدونکی ټکی وباله.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۹:۱۹
Background image

سلګونه محصلین له ظرفیت لوړونې کورسونو فارغ شول

په کابل پوهنتون کې له ژمنیو رخصتیو څخه په استفادې د ظرفیت لوړونې له لنډمهاله کورسونو څخه ګڼ محصلین فارغ شول.

دا کورسونه کمپیوټر، ویناوالۍ، خطاطۍ، مصنوعي ځیرکتیا، ګرافیک ډیزاین، علمي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۴۲
Background image

د بهرنيو چارو وزير محصلينو ته وينا وکړه

په کابل پوهنتون کې د محصلينو په اصلاحي سيمينار کې د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزير ښاغلي امیرخان متقي محصلينو ته د ا.ا.ا د بهرنۍ او کورنۍ پاليسۍ او لاسته راوړنو په اړه وينا وکړه.

نوموړي اسلا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۲۶
Background image

د لوړو زده کړو وزیر محصلينو ته د شريعت پر مقاصدو وينا وکړه

د کابل پوهنتون او د مرکزي زون د امارتي او خصوصي پوهنتونونو شاوخوا زر تنو محصلینو ته د اصلاحي سيمينار په لړ کې، د ا.ا.ا د لوړو زده کړو محترم وزير شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم وينا. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: