په کابل پوهنتون او نورو پوهنتونونو کې د بزنس انکیوبیتر سنټر جوړېدو په اړه تحلیلي ورکشاپ جوړ شو

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۵ - ۱۶:۱۷
ku

د روان کال د مرغومي په ۱۴ نېټه د بزنس انکیوبیټر سنټر د جوړېدو په هکله مشورتي ناسته د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال، د کابل پوهنتون رییس او علمي او د محصلینو چارو مرستیالانو، د اترا ادارې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت، د سوداګري او صنایعو وزارت او د کابل طبي پوهنتون استازو، د کابل پوهنتون د پالیسي څېړلو ملي مرکز رییس او مسوولینو په ګډون د دې مرکز د ناستو په تالار کې جوړه شوه.

پدې ناسته کې، چې د کابل پوهنتون او نورو پوهنتونونو کې د بزنس انکیوبیټر سنټر په اړه د افغانستان د اسلامي جمهوریت رییس د فرمان پر بنسټ جوړه شوې وه، د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي، د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت، د اترا ادارې او د سوداګري او صنایع وزارت استازو خبرې وکړې او هر یو په نړۍ کې د معاصرو علومو او د افغانستان د اکاډمیکو بنسټونو لوړوالي اړتیا او د هیواد په پوهنتونونو په ځانګړې توګه په کابل پوهنتون کې د بزنس انکیوبیشن سنټر جوړېدلو باندې تاکید او د امادګیو خبر یې ورکړ.

پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي پدې برنامه کې د څېړنې مرکز د جوړېډو او پیاوړتیا په څرنګوالي، په څېړنه، تالیف، مشوره ورکونه او ... باندې د پوهنتونونو د استادانو او علمي کادر مصروفولو باندې خبرې او اشاره یې وکړه، چې د دې ډول مرکزونو د جوړېډو او فعالېدو په پیل کې باید اړوند مختلف او ګټور عوامل و څېړل شي او وروسته له یو لوري د ټولنې د واقعیتونو او اړتیاوو باندې ولاړ د نظر توافق او له بل لوري یو جامع او ګټور مډل خلق او په تدریجي ډول د هغې پلي کېدو لپاره هڅه او کوښښ وشي. نوموړي په پای کې د لوړو زده کړو وزارت له لوري د امادګي خبر ورکړ او تعهد یې وکړ څو د کابل پوهنتون او په نورو پوهنتونونو کې د انکیوبیش سنټر مرکز د جوړېدو په برخه کې هېڅ ډول هڅې نه سپموي.

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري هم پدې برنامه کې خبرې وکړې او ویې ویل: کابل پوهنتون د هیواد په کچه له یو ځانګړي مقام څخه برخمن دی، د پرمختګ او د دې ډول پراختیا او د تشبثاتو کچه، سوداګري او د اقتصاد په برخه کې د دې ډول مرکزونو په جوړېدو په برخه کې هم باید مخکې وي، چې د دې مهم کار د تحقق لپاره جدي او بنسټیز کار ته اړتیا ده. نوموړي په کابل پوهنتون او نورو پوهنتونونو کې د دې مرکز جوړېدلو په هکله د ریاست جمهوري د حکم په صادرولو  خوښي وښوده او پدې برخه کې یې په فعالیتونو او موخییزه کارونو باندې تاکید وکړ او د دې ورکشاپ د جوړېدو موخه یې د وضعیت تحلیل او د شریکانو په همکاري د بزنس انکیوبیشن سنټر لپاره یې د مناسبې طرحې جوړېدل اړین وبلل.

وروسته د برنامې ګډون کوونکو هر يو خپل لیدلوری، وړاندیزونه، اندونه او موندنې یې د انکیوبیشن سنټر د اړتیا او جوړېدو په هکله بیان کړي او د دې مرکز جوړېدل او د یو هر اړخیز مډل د خلق په هکله علاقمندي او خپل ملاتړ اعلان کړ، چې په پای کې پرکړه وشوه تر څو یو مشورتي بورد، چې د اړوندو بنسټونو او ادارو استازي د کابل پوهنتون په څنګ کې جوړ شي او د دې کرمز په جوړېدو باندې عملي کار پیل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۹:۱۴
Background image

د جدید الشمول محصلانو ښه راغلاستغونډه ترسره شو

کابل پوهنتون ته په ١٤٠٤ش کال کې د نویو جذب شویو محصلینو د ښه راغلاست غونډه ترسره شوه، چې په کې د لوړو زده کړو محترم وزیر، د پوهنتون رئیس، مرستیالانو، استادانو او محصلینو ګډون وکړ.

په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۹:۱۶
Background image

د حقوقي ستاژرانو فراغتغونډه تر سره شوه

د کابل پوهنتون د حقوقي زده کړو ملي مرکز د حقوقي ستاژ څوارلسمې دورې (۷۶) محصلین د تخصص په کچه فارغ کړل، چې پکې د لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون رهبرۍ ، عدلیې وزارت، سترې محکمې استازو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: