په فارمسي پوهنځي کې جدیدالشمول محصلینو لپاره د ښه راغلاست غونډه ترسره شوه
نوموړې غونډه د روان کال لیندۍ میاشتې په ۷نېټه په فارمسي پوهنځي کې ترسره شوه، لومړی د پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنوال آقامحمد ژکفر جدید الشمول محصلینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د پوهنځي د ارزښتونو په اړه خبرې وکړې او هغوی یې د هېواد، پوهنتون او پوهنځي پر وړاندې مسولیتونو ته متوجه کړل.
وروسته د پوهنځي مرستیال ښاغلي پوهنمل احمد تمیم غفاري د پوهنتون ضوابطو او اصولو په اړه خبرې وکړې او د هېواد صحي نظام او فارمسي مسلک ارزښت په اړه یې هغوی ته وضاحت ورکړ.
دغونډې په پای کې د پوهنځي فرهنګي کمېټې غړي ښاغلي پوهنیار عبدالجلیل نثار او د لومړي ټولګي لارښوود استاد د پوهنځي آسانتیاوو، تشکیلاتي جوړښت او کرېډېټ سیسټم په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او هغوی ته یې عمومي تدریسي مدیر ښاغلی مسعود نوري، د ډیپارټمنټو، لاربراتوارونو، کتابخانې، د آی ټي مرکز مدیران او د پوهنځي نورې آسانتیاوې له نیژدې ور وپیژندلې.