له خیبر شیرزي حیواني فارم څخه د وترنري پوهنځي محصلینو کتنه ترسره کړه

tariq_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۶ - ۱۲:۱۶
321556

د وترنري پوهنځي درېیم ټولګي محصلینو د وترنري پوهنځي ریاست په هڅو د روان کال وږي میاشتې په ۲۰نېټه د دوشنبې په ورځ د عملي چارو ترسره کولو په موخه د کابل ولایت، په ده سبز ولسوالۍ کې  د خیبر شیرزي له حیواني فارم څخه لیدنه وکړه.

په یاد فارم کې ګڼ حیوانات لکه: غرڅه، سپی، بزه، سوی، چرګ او فیلمرغ روزل کیږي. محصلینو د یاد فارم مختلفو برخو څخه لیدنه وکړه او لاندې موضوعات یې د مسؤلینو له لارښوونه سره سم په عملي توګه زده کړل:

د فارم جوړولو طرحه او څرنګوالی

د فارم د روزلو ورځني مدیریت لارې

د فارم مدیریت دوره یي مهالویش

د بزو، فیلمرغ، سوی او چرګانو تغذیې مدیریت

د فارم د ساتنې او پاکولو لارې

 د فیلمرغ ساتنې او روزنې لارې

د ترلاسه شویو محصلاتو لپاره بازار موندنه او د حاصل اخیستلو څرنګوالی

د وترنري علومو پوهنځي استاد دوکتور سید ابراهیم فرخاری وایي؛ چې د زده کړې په برخه کې د عملي کارونو ترسره کول، فارمونو ته تلل، د محصلینو په نفس  باور زیاتوي او هغوی له ځانګړې انګیزې څخه برخمنوي، چې یاده کتنه په همدې موخه ترسره شوې ده، دوکتور فرخاري زیاتوي؛ که چیرې دا ډول  پروګرامونه دوام ومومي؛ د محصلینو دزده کړې او د تدریس د ا غېزمنتیا کچه به لوړه شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د طبیعي علومو نړیوال ژورنال نوې ګڼه پرلیکه شوه

د کابل پوهنتون د مجلو او ژورنالونو آمریت ویاړي چې د طبیعي علومو نړیوال ژورنال (Journal of Natural Science Review) د ۲۰۲۵م کال درېیمه ګڼه يې پرلیکه کړه.

په دې ګڼه کې د کورنیو او بهرنیو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۱۱:۱۸
Background image

اداري کارکوونکو ته ديني-علمي سیمنار دایر شو

د کابل پوهنتون ټولو اداري کارکوونکو ته يو ورځنی ديني-علمي سيمينار ترسره شو. په دې سیمینار کې د وظيفې اړوند ديني او اداري مسؤوليتونو موضوع باندې بېلابېلو ويناوالو مفصلې ويناوې وکړې.

په. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: