فارمسي پوهنځي د فارما هیلت کمپنۍ سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

tariq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۷ - ۹:۳۳
3456

د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي د روان کال غبرګولي میاشتې په ۱۵نېټه د دوشنبې په ورځ د داخلي درملو د تولید کمپنۍ  فارماهیلت سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

یاد هوکړه لیک د لاندې موخو په اساس لاسلیک شو:

۱ــ د کیفیت د کنترول او تولید په برخه کې د فابریکې د مسلکي کارکوونکو د ظرفیت لوړول.

۲ــ د ګډو څیړنیزو پروژو په لاره اچول.

۳ــ د ګډو ملي او نړیوالو سمینارونو او کنفرانسونو ترسره کول.

۴ــ د پوهنځي فارغ محصلینو ګمارنه او هغوی ته د کار زده کړې زمینې برابرول.

د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز د یاد هوکړه لیک د لاسلیک په وخت کې د درملو د کیفیت ټیټوالی او ټولنې ته د هغه په زیان خبرې وکړې؛ او دې برخې ته یې پاملرنه د دولتي بنسټونو او داخلي شرکتونو وظیفه و بلله. نوموړي د یاد هوکړه لیک د ټولو اړخونو په عملي کیدو ټینګار وکړ.

د فارماهیلت کمپنۍ رئیس ښاغلي محمدنظیر او فارمسي پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنوال آقامحمد ژکفر ددې هوکړه لیک د اهمیت ترڅنګ  د کابل پوهنتون رهبرۍ ته  د هغه له عملي کولو څخه ډاډ ورکړ.

د کابل پوهنتوون فارمسي پوهنځي د تجربه لرونکو استادانو او مجهزو لابراتوارونو په لرلو د لوړ علمي او څړنیز ظرفیت لرونکی دی؛ چې د بیلا بیلو مسلکي بنسټونو سره یې د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک کړي او تر اوسه یې ډیری په عملي توګه پلي کړي هم دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۴:۴
Background image

د ناسمو راپورنو په اړه دکابل پوهنتون اعلامیه

په دې وروستیو کې د ځینو مغرضو رسنیو لخوا د کابل پوهنتون د یو شمېر استادانو د منفکۍ په اړه ناسم او بې اساسه خبرونه خپريږي، کابل پوهنتون دا افواهات په کلکه ردوي او د دا ډول مغرضو خبرونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۲۱
Background image

د کابل پوهنتون پنځو ممتازو فارغانو ته ځانګړې ډالۍ او د دندو ژمنه ورکړل شوه

د کابل پوهنتون د ۱۴۴۸هـ.ق کال د ۲۲ پوهنځیو ۲۵۰۰ فارغانو له ډلې هغه پنځه محصلین چې د ټول پوهنتون په کچه یې له لومړۍ تر پنځمې لوړې نمرې ترلاسه کړې وې او عمومي ممتاز فارغان پېژندل شوي وو،. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: