د Lumpy Skin Disease ناروغۍ د پېژندې، کنترول او درملنې په اړه په کابل پوهنتون کې کنفرانس تر سره شو
پدې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو په غواګانو کې د Lumpy Skin Disease د ناروغۍ د خپرېدو په اړه راپورونه خپاره شوي چې په همدې وجه د یادې ناروغۍ د پېژندنې، کنترول او درملنې تر عنوان لاندې کنفرانس د کابل پوهنتون د وترنري علومو پوهنځي لخوا د کرنې وزارت، د عامې روغتیا وزارت او د کابل ښاروالۍ د استازو په ګډون جوړ شو.
لومړی د کابل پوهنتون د وترنري علومو پوهنځي رئیس پوهاند دکتور شیرشاه سادات د موضوع په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او له رسنیو یې وغوښتل چې هغه څه چې پدغه کنفرانس کې د Lumpy Skin Disease په اړه بیانېږي تر عامو خلکو پورې ورسوي.
ورپسې د وترنري پوهنځي استاد ښاغلی پوهنوال ډاکټر اسدالله صمدی د Lumpy Skin Disease د ناروغۍ په اړه ګډونوالو ته علمي معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې یاده ناروغي انسانانو ته نه انتقالېږي او په څارویو کې د درملنې وړ ده هغه زیاته کړه چې په نړۍ کې ددغه ناروغۍ پر وړاندې اغېزمن واکسین وجود لري او د کرنې وزارت یې باید هیواد ته وارد کړي.
پدغه کنفرانس کې د کرنې وزارت د څارویو د روغتیا ریاست استازي ډاکټر ابراهیم فروتن د کابل پوهنتون د رهبرۍ څخه ددغه کنفرانس د جوړولو په پار مننه وکړه او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې یې د یادې ناروغۍ د پېښو په اړه معلومات وړاندې کړل او پدې اړه یې د کرنې او مالدارۍ وزارت کړنې وستایلې او زیاته یې کړه چې ډیر ژر به په ټول هېواد کې ددغه ناروغۍ ضد واکسینو کمپاین پیل کړي.
دغه راز د عامې روغتیا وزارت د سرویلانس ریاست استازي ډاکټر نصیر احمد ستانکزي پدې کنفرانس کې وویل چې د دوی اداره چمتو ده چې پدې برخه کې د اړونده بنسټونو سره مرسته وکړي په وروستیو کې ډاکټر صمدي د یاد کنفرانس پایلې بیان او له رسنیو یې و غوښتل چې ددغه ویرویس د مخنیوي او درملنې د لارو چارو په اړه خلکو ته معلومات وړاندې کړي.