د ۱۴۰۳ لمریز کال د مني سمستر ممتازو محصلینو ستاینغونډه ترسره شوه

دا کلنۍ غونډه چې د کابل پوهنتون د ممتازو محصلانو لپاره جوړه شوې وه، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شی.خ الحدی.ث مول.وي ند.اء مح.مد ند.یم، د کابل پوهنتون رئیس دوکتور اسامه عزیز، د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو، استادانو او محصلینو په کې ګډون درلود.
د پوهنتون ښاغلي رئيس د خپلې وینا پر مهال محصلینو ته د مطالعې، پلان جوړونې، هدف ټاکلو او د وخت د مدیریت اړوند سپارښتنې وکړې.
د لوړو زده کړو ښاغلي سرپر.ست وزی.ر په خپله وينا کې محصلين ديني او دنيوي مسؤوليتونو ته متوجه کړل، ترڅو د دينوي ستاينې سربيره اخروي کاميابي هم ترلاسه کړي. نوموړي همداراز وویل چې دا ډول ستاینغونډې محصلین هڅوي، څو لا ډېر زیار وباسي او د هېواد، کورنۍ او ځان لپاره د ویاړ سبب شي.
په پای کې ممتازو محصلینو ته ستاینلیکونه او جایزې ورکړل شوې.