د کابل پوهنتون نوې لیلیې پرانیستل شوې

Abdul Hai Alamyar
شنبه ۱۴۰۰/۳/۸ - ۱۲:۵
ku

د روان کال د غبرګولي په ۶ نېټه د پنجشنبې په ورځ د هیواد د ولسمشر محمد اشرف غني، د لوړو زده کړو وزارت رهبري، د پوهنې وزارت رهبري او د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو خپلواکې ادارې او د یو شمېر استادانو په ګډون ناسته، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ- ارګ کې جوړه شوې وه، د کابل پوهنتون نوې لیلیې او د لوړو زده کړو د برخې یو شمېر پروژې، چې ګټې اخیستنې ته اماده وې، د کابل پوهنتون مسوولینو او ولایتي بنسټونو له لوري، چې له دې ناستې سره د ویډیو یي کنفرانس له لارې وصل شوي وو، پرانیستل شوې.

د هیواد ولسمشر دکتور محمد اشرف غني پدې ناستې کې د هیواد د لوړو زده کړو په سیسټم کې د تېرو اوو کلونو په نسبت د مثبت بدلون ته اشاره یې وویل: "له نسلي اړخه زمونږ هیواد د لوړو زده کړو  سیسټم بنسټیز او سرتاسري بدلون کړی دی او نوی نسل د لوړو زده کړو برنامو اداره په لاس کې لري". په لوړو زده کړو د نصاب، زیربنا او نورو برخو کې مثبت بدلونونه راغلي دي، چې مونږ لویو ګامونو ته اماده کوي. نوموړي وویل نن ورځ باید د پوهنې او لوړو زده کړو هر غړی د هیواد پر وړاندې د یو وګړي په توګه خپل مسوولیتونه او دندې  تر سره کړي.

همدارنګه د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم پدې ناسته کې د لوړو زده کړو په نظام کې د کیفیت په غوره والي او د محصلینو له لوري د هیواد په لوړو زده کړو کې د پېژندنې او د هیواد دوستي ارزښتونو غوره معرفي په هکله د بحث جوړول او په دوی کې حب الوطن او انګېزې پیاوړتیا لپاره له هغوی سره خبرې وکړې.

د لوړو زده کړو وزیر دکتور عباس بصیر د هیواد د تحصیلي نظام د پیاوړتیا په برخه کې د پرمختګ په برخه کې د هیواد د ولسمشر دکتور محمد اشرف غني هر اړخیز ملاتړ څخه مننې ترڅنګ یې په برنامو، د کاري لومړیتوبونو او د افغانستان اړتیاوو باندې یې د لوړو زده کړو په برخه کې خبرې وکړې.

نوموړي زیاته کړه، چې د لوړو زده کړو وزارت په روان کال کې یو شمېر برنامې تر لاس لاندې لري ترڅو د لوړو زده کړو په بنسټونو کې کیفیت لوړ او د لوړو زده کړو نظام شاګرد محوري ته سوق کړي، چې پدې برخه کې د دې وزارت رهبري هئیت د بنسټیزو بدلونونو او اساسي سمونونو ته مصمم دی.

د لوړو زده کړو وزیرد خپلو خبرو په لړ کې وویل، چې پدې ناسته کې زمونږ د نن ورځې یو له مهمو برنامو د مختلفو څانګو ۶۵ تحصیلي نصافونه پرانیستل دي، چې نړۍ والو معیارونو ته په کتو د ټولنې اړتیاوو ته کتنه او پراختیا ورکړل شي او په پام کې ده د کال تر پایه ۹۰ نور تحصیلي نصابونو ته بیاکتنه او پرانیستل شي.

نوموړي همدارنګه د نورو برنامو او لومړیتوبونو د هغې له ډلې څخه د ګډو ماسټري برنامو، د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو ارزونه، د محصلینو خدمتونو طراحي، برېښنايي حکومتوالي او د نورو برنامو په هکله یې معلومات وړاندې کړل، د دولت له رهبري څخه یې وغوښتل تر څو د دې برنامو د پلي کېدو دملاتړ ترڅنګ د بودجې او د استادانو لپاره د ښارګوټو جوړولو کې همکاري او ملاتړ وکړي.

پدې ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت د لاسته راوړنو، برنامو او پروژو څخه لنډ جوړ شوی فلم هم نندارې ته وړاندې شو.

د دې ناستې په پای کې د هیواد د ولسمشر محمد اشرف د لارښوونې پربنسټ هغه شمېر پروژې، چې ګټې اخیستنې ته برابرې وي،  د ولایتونو مسوولینو له لوري، چې د ویډیو کنفرانس له لارې یاد کنفرانس سره وصل شوي وو، پرانیستل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۶ - ۱۶:۱۰
Background image

د کابل پوهنتون رییس د لړم دولسمې تروریستي پېښې شهیدانو له کورنیو سره وکتل

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري په داسې حال کې، چې د دې پوهنتون مرستیالانو هم شتون درلود د روان کال د غبرګولي په ۲۶ نېټه د چهار شنبې په ورځ د کابل پوهنتون د لړم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۵ - ۱۷:۳۲
Background image

د کابل پوهنتون د علمي شورا نوبتي ناسته جوړه شوه

د کابل پوهنتون د علمي شورا نوبتی ناسته د روان کال د غبرګولي په ۲۵ نېټه د سې شنبې په ورځ د کابل پوهنتون د رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري په ریاست د دې ریاست د مرستیالانو، د پوهنځیو. . .

شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۲ - ۲۲:۳۹
Background image

د کابل پوهنتون د غمشریکی پیغام

هوالباقي، د غمشریکی پیغام کابل پوهنتون
په خواشيني سره مو خبر تر لاسه کړ، چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت پخوانۍ مرستیال او سرپرست وزیر، د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي استاد او د. . .

BACK TO NEWS

All Media

په کابل پوهنتون کې "د لوبې بدلون فرصت: له افغانستان څخه د ناټو او امریکا متحده ایالاتو ځواکونو وتل" تر عنوان لاندې د جمهوررئیس محمد اشرف غني لکچر.

د کمال خان بند د پرانیستې په پار د افغانستان د اوبو مطالعه او مدیریت تر عنوان لاندې علمي او څېړنیز کنفرانس

په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل

د کابل پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي او دریاضیاتو پوهنځيو د نوې ودانۍ پرانیسته

د سولې جوړونې په اړه د جمهور رئيس جلالتمآب محمد اشرف غنی د وینا دوهمه برخه

د سولې جوړونې په اړه د جمهور رئيس جلالتمآب محمد اشرف غنی د وینا لومړۍ برخه