د کابل پوهنتون مشرتابه د استادانو او زده کړیالانو د مسلکي پوهې د لوړولو په موخه د بالاحصار له لرغونې سیمې څخه لیدنه وکړه

tariq_admin
دوشنبه, سپتمبر 19 2022 11:36 AM
تصویر

د کابل پوهنتون رئیس او ورسره پلاوي د روان کال د وږي میاشتې په ۲۷ مه نېټه ددغه علمي بنسټ د استادانو او زده کړیالانو د مسلکي پوهې د لوړولو په موخه د کابل بالاحصار له لرغونې سیمې څخه لیدنه وکړه او د نوموړې سیمې د بیارغونې پروژې له مسوولینو سره یې خبرې وکړې.

پدې لیدنه کې د بالاحصار د بیارغونې پروژې عمومي مسوول دکتور آرش بوستاني، د اسلامي دورې متخصص دکتور علي شجاعي او د تاریخي دورې متخصص دکتور بابک رفیعي دکابل پوهنتون رهبري ته ددې لرغونې سیمې په اړه معلومات وړاندې کړل.

په همدې حال کې د کابل پوهنتون رئیس دکتور اسامه عزیز ددغه معلوماتو ارزښت ته په اشارې سره وویل چې د تاریخي او لرغونو سیمو لیدنه موږ د هېواد له تاریخي آثارو سره آشنا کوي او زیاته یې کړه چې د کابل پوهنتون چمتو دی تر څو د بالاحصار د کیندلو په برخه کې د بالاحصار له مسوولینو سره د پوهنتون د زده کړیالانو په واسطه همکاري وکړي.

د یادونې وړ ده چې همدا مهال د کابل پوهنتون د انجینری او ټولنیزو علومو د پوهنځیو ۲۰ تنه زده کړیالان د بالاحصار د کیندلو او بیارغونې له پروژې سره عملا په کار بوخت دي.

د کابل دبالاحصار د تاریخي سیمې قدامت له پینځمې میلادي پېړۍ څخه را شروع کېږي د افغان لرغونپوهانو په وینا ددې کلا تاريخ تر اسلام مخکې دی چې د شېر غره په لمنه کې د کابل ښار په جنوب شرقي برخه کې موقعیت لري.

تازه خبرونه

یکشنبه, اکتوبر 02 2022 9:45 AM
Background image

د کابل پوهنتون سل تنه محصلینو ته د مالیاتي قوانینو په اړه د پوهاوي سمینار دائر شو

دغه سمینار د مالیې وزارت د عوایدو ریاست او د کابل پوهنتون د محصلانو د خدمتونو د انسجام آمریت په همغږۍ د سل تنه محصلینو لپاره د مالیې د قوانینو، طرزالعملونو، لارښوونو، لوایحو، سیستمونو. . .

شنبه, اکتوبر 01 2022 1:43 PM
Background image

د فارمسي پوهنځي په میني لب کې د درملو د کیفیت ارزونې د دریم دور شروع

د کابل پوهنتون او د پارتیسیپ دفتر ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر اساس د درملو د کیفیت ارزونې دریم دور د فارمسي پوهنځي د میني لب په لابراتوارونو کې د روان کال د دوشنبې ورځ د تلې میاشتې. . .

پنجشنبه, سپتمبر 29 2022 2:16 PM
Background image

د خارجي ژبو او ادبیاتو پوهنځي د چینایي ژبې څانګې ممتاز زده کړیالان تقدیر شول

د کابل پوهنتون د خارجي ژبو او ادبیاتو پوهنځي د چینایي ژبې څانګې د یو فرهنګي محفل په ترڅ کې چې د کنفوسیوس انستیتوت د ورځې په مناسب یې نیولی وو د ذکر شوې څانګې غوره زده کړیالان تقدیر کړل.. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

دکابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځۍ د پسرلنی سمسټر د نندارتون په مراسمو کې دلوړو زده کړو وزارت دعلمي معین ښاغلی لطف الله خیرخواه صاحب وینا

دکابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځۍ د پسرلني سمسټر د نندار تون په مراسمو کې د یادې پوهنځۍ د رئیس ښاغلي پوهنمل دوکتور محمود آریوبي وینا

د کمال خان بند د پرانیستې په پار د افغانستان د اوبو مطالعه او مدیریت تر عنوان لاندې علمي او څېړنیز کنفرانس

په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل

د کابل پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي او دریاضیاتو پوهنځيو د نوې ودانۍ پرانیسته