د کابل پوهنتون محصلینو ته د فریلانسنګ زده کړو کورس پیل شو

tariq_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۷ - ۱۱:۴۰
654

نوموړی کورس د اطلاعات او فرهنګ وزارت ځوانانو معینیت لخوا د کابل پوهنتون محصلینو ته د عوایدو او دندې پیداکولو په موخه پیل شوی دی.

په یاد کورس کې د ګډون آزموینه د کابل پوهنتون محصلینو په شتون کې د ۱۴۰۲ هـ ل کال وري میاشتې په ۶نېټه واخیستل شوه، ددې کورس زده کړې به یوه میاشت دوام وکړي.

د اطلاعات او فرهنګ وزارت ځوانانو چارو مرستیال ښاغلی قاري محمد یونس راشد په کابل پوهنتون کې ددې برنامې د پیل په مراسمو کې وویل: (د هېواد ځوانان له وزګارتیا زیات ځوریږي، موږ هڅه کوو، ترڅو د کار له بیلابیلو لارو څخه د هېواد ځوانانو ته د دندې او عوایدو پیداکولو په موخه آنلاین کار زمینه برابره کړو).

د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز د اطلاعات او فرهنګ وزارت نوموړې برنامه د محصلینو د ظرفیت لوړونې لپاره ګټوره او اغېزمنه وبلله او له محصلینو یې وغوښتل چې  پخپل وخت زده کړو ته حاضر شي ترڅو مثبته پایله ترلاسه کړي. همدارنګه نوموړي زیاته یې کړه؛ په پام کې لري، په نیژدې راتلونکي کې د لازیاتو همکاریو په موخه د کابل پوهنتون او اطلاعات او فرهنګ وزارت ځوانانو معینیت ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک کړي.

له دې سره سره په پام کې ده، د فریلانسنګ زده کړو کورس د هېواد نورو ولایاتو ځوانانو لپاره هم دایر شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۲:۱۲
Background image

د «اېپسټینیزم نړیوالې شبکې فعالیتونو ته کتنه» تر سرلیک لاندې علمي سمینار ترسره شو

په دغه سمینار کې د جفري اېپسټین د قضیې اړوند نړیوالې شبکې، فعالیتونه او بشري، اخلاقي او ټولنیز اړخونه وڅېړل شول. ویناوالو د ماشومانو پر وړاندې د جنسي تېري، له هغوی څخه د ناوړه ګټې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۱۶
Background image

د مقالې غوښتنه

په افغانستان کې د درملیزې معالجې علمي کنفرانس: اوسنی وضعیت او راتلونکی لیدلوری

دا کنفرانس د کابل پوهنتون له لوري ترسره کېږي. د طبي-فارمسي علومو متخصصینو ته بلنه ورکول کېږي چې خپلې علمي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۳:۳۶
Background image

د پوهنتون کارکوونکو لپاره د اداري مهارتونو ورکشاپ ترسره شو

د کابل پوهنتون د کارکوونکو چارو امریت له لوري د اداري اصولو او مهارتونو د زده کړې تر سرلیک لاندې درې ورځنی ښوونیز ورکشاپ د نويو ګمارل شوو اداري کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: