د کابل پوهنتون علمي شورا غونډه ترسره شوه

tariq_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۴ - ۱۵:۳۸
356

نوموړې غونډه د روان کال سلواغې میاشتې په ۲۴مه نېټه د سه شنبې په ورځ د کابل پوهنتون رئیس او مرستیالانو په شتون کې ترسره شوه.

د پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز د پوهنتون علمي لاسته راوړنو او مهمو مسایلو په اړه لکه: په بریالیتوب سره د تضمین کیفیت ارزونې پروسې پای ته رسېدل، د فوق لېسانس برنامو، استادانو چارو انسجام او د استادانو مسلکي پراختیا آمریتونو مثبتو کړنو او نورو برخو باندې خبرې وکړې او د هغوی کړنې یې وستایلې.

 د اجنډا سره سم د استادانو د احصایې په شمول (۴۸) تحصیلي او علمي قضیو، د ۱۴۰۳.ل کال لپاره د پوهنتون تطبیقاتي او عملیاتي پلان چمتو کولو، د ستراتیژیک پلان لپاره د ۵ کلن مالي پلان چمتو کولو، د وترنري پوهنځي علومو او لبنیاتو ټکنالوژۍ ماسټرۍ برنامې تاییدول، په کمپیوتر ساینس پوهنځي کې د معلوماتي سیسټم څانګې د شپې برنامې رامنځ ته کول، د تضمین کیفیت اسنادو آنلاین کول، د کمېټو د تشکیل بشپړېدل، د معاونیتونو او اصلي کمېټو د تطبیقي پلان راپورونو او نورو مهمو موضوعاتو باندې بحثونه وشول او د هر یو په اړه د قوانینو، مقرراتو او لایحو په اړه لازمې پرېکړې ترسره شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۹:۱۴
Background image

د جدید الشمول محصلانو ښه راغلاستغونډه ترسره شو

کابل پوهنتون ته په ١٤٠٤ش کال کې د نویو جذب شویو محصلینو د ښه راغلاست غونډه ترسره شوه، چې په کې د لوړو زده کړو محترم وزیر، د پوهنتون رئیس، مرستیالانو، استادانو او محصلینو ګډون وکړ.

په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۹:۱۶
Background image

د حقوقي ستاژرانو فراغتغونډه تر سره شوه

د کابل پوهنتون د حقوقي زده کړو ملي مرکز د حقوقي ستاژ څوارلسمې دورې (۷۶) محصلین د تخصص په کچه فارغ کړل، چې پکې د لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون رهبرۍ ، عدلیې وزارت، سترې محکمې استازو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: