د کابل پوهنتون رییس د پوهنتون د ۴۰ تدریسي ټولګیو او ۱۵۰۰ کسیزو غونډو تالار د ودانیز کار بهیر څخه لیدنه وکړه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۸ - ۹:۱۰
ku

د روان ۱۳۹۹ د کب په ۱۷ نېټه د یکشنبې په ورځ د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري په داسې حال کې، چې د دې ودانیزې پروژې اجرايي مدیر ښاغلي لي او همدارنګه د پوهنتون د اداري برخې همکارانو شتون درلود، د ۴۰ تدریسي ټولګیو او ۱۵۰۰ کسیزو غونډو تالار د ودانیز کار له بهیر څخه، چې د یو چینايي شرکت له لوري جوړیږي لیدنه او د دې پروژې د کاري بهیر ارزونه یې وکړه.

دا ودانۍ، چې د کیمیا پوهنځي لویدیځه برخه کې په ۱۸۹۰۰ متره مربع مساحت، چې په ۱۴۱۰۰ متره مربع سیمه کې د جوړېدو په حال کې ده، د انجنیري معیارونو په نظر کې نیولو سره طرحه شوې، چې د غونډو تالار د ګرمېدو، روغتیا او تخنیکي سیسټمونو سره په یو وخت کې د ۱۵۰۰ کسانو د ظرفیت درلودونکې ده او تدریسي ودانۍ یې په څلور پوړونو کې د ۴۰ تدریسي او اداري خونې په لرلو سره جوړه شوې ده.

دا پروژه په ۱۳۹۶ د تلې په ۱۸ نېټه د چین خلق جمهوریت په مالي مرسته په اته دېرش میلیونه او څلور سوه او شپېته زره امریکايي ډالرو په لګښت د چینايي شرکت MCC19 له لوري پیل شوې، چې ژر به پای ته ورسیږي او راتلونکي کال کې به د کابل پوهنتون لپاره د ګټې اخیستنې په موخه په واک کې ورکړل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۹:۱۶
Background image

د کابل پوهنتون د خواخوږۍ او ډاډګېرنې پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

《كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ۗ وَإِنَّمَا تُوَفَّوْنَ أُجُورَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۖ فَمَن زُحْزِحَ عَنِ النَّارِ وَأُدْخِلَ الْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ ۗ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۹:۲۰
Background image

د "درې دقیقو څېړنيز كنفرانس سیالي" ترسره شوه

د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي له لوري د دې پوهنځي د محصلینو ترمنځ "د درې دقيقو څېړنیز کنفرانس" د وړاندې کولو سیالي ترسره شوه.

د دې سيالۍ په وروستي پړاو کې شلو تنو محصلينو د يو ساعت په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۴:۲۷
Background image

په سلګونو محصلین له ظرفیت لوړونې کورسونو فارغ شول

په کابل پوهنتون کې د ظرفیت لوړونې له څلور میاشتنيو لنډمهاله کورسونو څخه ګڼ شمېر محصلین فارغ شول. دا کورسونه د عربي ژبې، انګلیسي ژبې، کمپیوټر، ویناوالۍ، ریموټ سنسنګ، ګرافیک ډیزاین، علمي. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: