د کابل پوهنتون رییس د لړم دولسمې تروریستي پېښې شهیدانو له کورنیو سره وکتل

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۶ - ۱۶:۱۰
ku

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري په داسې حال کې، چې د دې پوهنتون مرستیالانو هم شتون درلود د روان کال د غبرګولي په ۲۶ نېټه د چهار شنبې په ورځ د کابل پوهنتون د لړم دولسمې نېټې د تروریستي برید شهیدانو له کورنیو سره وکتل  او د پوهنتون په انګړ کې د دې شهیدانو د یاد په موخه د تاریخي څلي د جوړېدو په هکله یې نظرونه شریک کړل.

پدې لیدنه کې د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري د لړم دولسمې د شهیدانو پاک روح ته دعا او کورنیو ته یې تسلیت ووایه او ویې وویل، چې دا زړه بوګنوونکي پېښه هېڅ وخت نه هېریږي او د هیواد د لوړو زده کړو کورنۍ په ځانګړې توګه کابل پوهنتون ورڅخه تل متاثره دی. پوهاند بابري زیاته کړه، چې د کابل پوهنتون رهبري هڅه کړې او همدارنګه په هڅه کې ده تر څو د شهیدانو کورنیو او ټپیانو سره همکاري وکړي او پدې برخه کې کارونه هم تر سره شوي دي.

پدې لیدنه کې همدارنګه د کابل پوهنتون رییس د لړم دولسمې تروریستي پېښې د شهیدانو د یاد په موخه د یوه تاریخي څلي د جوړېو طرحه، چې د انجنیري او د ښکلو هنرونو پوهنځي د استادانو او محصلینو له لوري د لړم دولسمې پېښې شهیدانو له کورنیو سره شریکه کړه او د دې طرحې په هکله یې د هغوی د نظریاتو د شریکېدو غوښتونکي شول. پوهاند بابري وویل، چې د کابل پوهنتون رهبري تل له استادانو، محصلینو او د نظر خاوندانو سره سلا مشورې کړي، چې د لړم دولسمې شهیدانو د یاد تاریخي څلی هېله بښوونکی، تلپاتې او د کابل پوهنتون د ماسټر پلان او د افغاني ارزښتونو  په پام کې نیولو سره جوړ شي. کابل پوهنتون رییس د خپلو خبرو په یوه برخه کې یې زیاته کړه، چې په نژدې راتلونکې کې یو موزیم د لړم دولسمې تروریستي برید شهیدانو په یاد په لویه ودانۍ کې، چې د چین هیواد له لوري د کابل پوهنتون په چاپېریال کې جوړه شوې ده پرانیستل شي تر څو ټول اجناس او مادي، معنوي او فرهنګي وسایل، چې د دې پېښې د شهیدانو څخه پاتې شوي دي په هغه کې وساتل شي او پدې ډول د هغو یاد تلپاتې شي.

همدارنګه پدې لیدنه کې د کابل پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال پوهندوی فیصل امین د کابل پوهنتون د لړم دولسمې تروریستي برید دردناک او نه هېرېدونکی بللو ترڅنګ یې تاکید وکړ، چې د کابل پوهنتون رهبري به د لړم دولسمې تروریستي برید شهیدانو کورنیو سره به هېڅ ډول همکاري او ملاتړ ونه سپموي او هڅه کوي، چې ترڅو د شهیدانو د یاد او همدارنګه د کورنیو د روح او روان د ارامتیا په برخه کې معنوي، فرهنګي او مادي هڅې تر سره کړي. پدې لیدنه کې د لړم دولسمې شهیدانو کورنیو په  کابل پوهنتون کې د شهیدانو لپاره د تاریخي څلي د جوړېدو طرحې څخه د ستاینې او مننې ترڅنګ د کابل پوهنتون د رهبري له لوري د دې تروریستي برید عاملانو ته د عدالت تر سره کولو غوښتنونکي شول او ویې ویل، چې د کابل پوهنتون رهبري دا کار کولای شي د لاسه ورکړل شوو دوستانو درد لپاره پټۍ شي.

د یادونې وړ ده، چې پر کابل پوهنتون د تروریستي برید په لړ کې د پوهنتون ۱۸ محصلین، یو کارمند او یو سرتېرۍ شهیدان شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۱ - ۱۳:۳۶
Background image

په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو

د روان کال کب میاشتې په ۲۰ نېټه په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کیېنولو کمپاین د دې علمي بنسټ په چاپېریال کې د ۲۰۰ اصلي زینتي نیالګیو په کېنولو پیل شو.

په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۴ - ۱۵:۳۶
Background image

د پایلو پر بنسټ زده کړو ورکشاپ پیل شو

د کابل پوهنتون ۲۲تنه نویو ګمارل شویو استادانو لپاره د پایلو پر بنسټ(OBE) زده کړو ۶ ورځنی ورکشاپ د پوهنتون مسلکي پراختیا آمریت لخوا پیل شو، په دې ورکشاپ کې د تدریس اصول، د ټولګي کنترول،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۸ - ۱۲:۵۸
Background image

د بې سرحده ډاکټرانو دفتر یا (MSF) د ۱۰۰۰ په شاوخوا کې د فارمسي پوهنځۍ د زده کړیالانو لپاره د سپینو چپنو مرسته وکړه

 په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځۍ رئیس پوهنوال آقا محمد ژکفر په خپلو خبرو کې د بې سرحده ډاکټرانو له مرسته مننه وکړه او دغه راز یې له دوی څخه وغوښتل چې د. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم