د کابل پوهنتون رهبري هیئت د لړم میاشتې دولسمې نېټې پېښې شهیدانو په چنازه کې ګډون او د دوی له کورنیو سره یې غمشریکي وکړه

Abdul Hai Alamyar
شنبه ۱۳۹۹/۸/۱۷ - ۹:۱۸
یبسثث

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري، د پوهنتون ریاست مرستیالانو، د پوهنځیو رییسانو او استادانو د روان کار د لړم میاشتې په ۱۳ نېټه د سې شنبې په ورځ د پوهنتون د لړم میاشتې ۱۲مې نېټې شهیدانو په جنازه کې ګډون وکړ. نوموړي پدې مراسمو کې د ګډون تر څنګ د پېښې شهیدانو پاک روح ته  دعا، د دوی له کورنیو سره خواخوږي وکړه او د لوی الله ج له درباره یې شهیدانو ته د مغفرت او د دوی محترمو کورنیو ته یې د جمیل صبر غوښتنه وکړه. د افغانستان اسلامي جمهوریت د دې پېښې د شهیدانو کورنیو سره ۱۰۰ زره افغانۍ او د ټپیانو له کورنيو سره یې ۵۰ زره افغانۍ نقدي مرسته استولي وه، چې د دې مرستو عملي ویش د کابل پوهنتون د رییس له لوري په عملي ډول پیل او د دې پېښې ټولو کورنیو ته به وویشل شي.

کابل پوهنتون په پام کې لري، چې د دې پېښې شهیدانو ته د درناوي په موخه د غمرازي مراسم جوړ، چې وروسته به اعلان شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۷ - ۱۶:۳۶
Background image

د کابل پوهنتون د فارغینو شورا جوړه او د پوهنتون د محصلینو اتحادیې مخکینیو مسوولینو څخه ستاینه وشوه

د کابل پوهنتون د محصلینو اتحادیې د روان کال د مرغومي میاشتې په ۲۵ نېټه په یو لړ مراسمو کې، چې د کابل پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال، استادانو، محصلینو او د دې اتحادیې غړو په ګډون د د. . .

شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۷ - ۹:۵۸
Background image

د کابل پوهنتون او تابش پوهنتون ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

د کابل پوهنتون او تابش پوهنتون ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک د روان ۱۳۹۹ کال د مرغومي میاشتې په ۲۴ نېټه د دواړو پوهنتونونو ترمنځ د شته ظرفیت لوړولو او په هیواد کې د تحصیلي خدمتونوغوره والي. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۷ - ۱۶:۵۴
Background image

د کابل پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته جوړه شوه

د کابل پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته د دې بنسټ د علمي او اکاډمیکو چارو اړوندو مختلفو موضوعاتو باندې د روان کال د مرغومي میاشتې په ۱۶ نېټه د سې شنبې په ورځ د دې پوهنتون د علمي شورا د. . .

BACK TO NEWS