د کابل پوهنتون رئیس د نارینه محصلانو له مرکزي شپه غالي (لیلیې) څخه لیدنه وکړه

tariq_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۶ - ۱۶:۱۵
11

د روان کال د لړم میاشتې په ۱۶ مه نېټه د دوشنبې ورځ د پوهنتون رئیس ښاعلي دکتور اسامه عزیز چې مالي او اداري مرسیتال ښاغلي مولوي معلم احمد حقاني یې ملتیا کوله، د نارینه محصلینو لیلیې له  مختلفو برخو لکه کتابتون، کمپیوتر لب، خوړنتون، دغذایي موادو ګدام او محصلینو له اطاقونو څخه لیدنه وکړه او مسوولینو ته یې  د محصلینو د چارو د لا ښه والي او معیاري خدماتو په وړاندې کولو ټینګار وکړ.

د لیليې کارکوونکو د پوهنتون د رئیس له راتګ څخه مننه وکړه او محصلینو ته یې د غوره خدمتونو د وړاندې کولو ډاډ ورکړ.

په یاده لیدنه کې محصلینو خپلې غوښتنې او ستونزې د پوهنتون له رئیس سره شریکې او د حل لپاره یې ترېنه د جدي پاملرنې غوښتونکي شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۲:۱۲
Background image

د «اېپسټینیزم نړیوالې شبکې فعالیتونو ته کتنه» تر سرلیک لاندې علمي سمینار ترسره شو

په دغه سمینار کې د جفري اېپسټین د قضیې اړوند نړیوالې شبکې، فعالیتونه او بشري، اخلاقي او ټولنیز اړخونه وڅېړل شول. ویناوالو د ماشومانو پر وړاندې د جنسي تېري، له هغوی څخه د ناوړه ګټې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۱۶
Background image

د مقالې غوښتنه

په افغانستان کې د درملیزې معالجې علمي کنفرانس: اوسنی وضعیت او راتلونکی لیدلوری

دا کنفرانس د کابل پوهنتون له لوري ترسره کېږي. د طبي-فارمسي علومو متخصصینو ته بلنه ورکول کېږي چې خپلې علمي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۳:۳۶
Background image

د پوهنتون کارکوونکو لپاره د اداري مهارتونو ورکشاپ ترسره شو

د کابل پوهنتون د کارکوونکو چارو امریت له لوري د اداري اصولو او مهارتونو د زده کړې تر سرلیک لاندې درې ورځنی ښوونیز ورکشاپ د نويو ګمارل شوو اداري کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: