د کابل پوهنتون رئیس د ترکيې هیواد رسمي پلاوي سره وکتل 

website admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۷ - ۱۵:۲۲
kkkkk

د روان شمسي کال د جدي په 5 تاريخ د کابل پوهنتون رئیس  دکتور اسامه (عزيز) د ترکيې هيواد څخه راغلي یو رسمي پلاوي سره په خپل دفتر کې ملاقات درلود.
پدې ليدنه کې د پوهنتون رئیس یاد پلاوي ته له هر کلې وروسته د کابل پوهنتون اړوند معلومات ورکړل او د پوهنتون په علمي، تاريخي او ملي حیثیت یي رڼا واچوله، همدارنګه یې د پوهنتون د پرمختګ اړوند په راتلونکو پلانونو هم خبرې وکړې.

ترکي پلاوي د کابل پوهنتون په لیدو خپله خوښي څرګند کړه او د دې پوهنتون د ځانګړي مقام اړوند یې خپل مثبت نظر څرګند کړ.

یاد پلاوي له کابل پوهنتون سره د خپلې همکارۍ وعده وکړه.

په دې کتنه کې هوکړه وشوه چې په نژدې راتلونکې کې به یو ترکي تخنیکي ټیم راځي، له کابل پوهنتون څخه به له نژدې لیدنه کوي او د همکارۍ د ښه تنظیم لپاره به په ګډه د یو مکانیزم پر چمتو کولو کار وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۳ - ۱۷:۲۹
Background image

د کابل پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته جوړه شوه

د کابل پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته د روان کال د غبرګولي په ۳ نېټه د کابل پوهنتون د رییس او د هغه د مرستیالانو ، د پوهنځیو رییسانو او د دې شورا د نورو غړو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون په کابل پوهنتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۲ - ۱۷:۵۳
Background image

په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفیر له کابل پوهنتون څخه لیدنه وکړه

په کابل کې ایران اسلامي جمهوریت سفیر بهادر امینیان له کابل پوهنتون څخه لیدنه وکړه او ددغه پوهنتون له رییس دکتور اسامه عزیز سره یې وکتل او د کابل پوهنتون او ایراني پوهنتونونو ترمنځ یې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۱ - ۹:۲۹
Background image

د کابل پوهنتون رییس د خپرونو، علمي مجلې او د پوهنتون تر لسانس پورته برنامو امریتونو څخه لیدنه وکړه

د کابل پوهنتون رییس دکتور اسامه عزیز، د پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهاند محمد شفیع شریفي او مالي او اداري مرستیال معلم احمد حقاني په ملتیا د کابل پوهنتون د خپرونو، علمي مجلو او تر لسانس. . .

BACK TO NEWS

All Media

د کمال خان بند د پرانیستې په پار د افغانستان د اوبو مطالعه او مدیریت تر عنوان لاندې علمي او څېړنیز کنفرانس

په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل

د کابل پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي او دریاضیاتو پوهنځيو د نوې ودانۍ پرانیسته