د کابل پوهنتون د محصلینو لپاره په خصوصي سکتور کې د ریاضیاتو د ماډلونو او ډيټا ساینس د تطبیق په اړه سمینار دائر شو

tariq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۰ - ۱۵:۳۹
121

د ریاضیاتو، اقتصاد او فزیک پوهنځیو د محصلینو لپاره په خصوصي سکتور کې د ریاضیاتو د موډلونو او ډیټا ساینس د تطبیق تر سر لیک لاندې سمینار جوړ شو. دغه سمینار د ښاغلي پروفیسور وکیل سرفراز لخوا چې د انګلېستان هېواد په ساسکس پوهنتون کې یې د دکتورا تر کچې زده کړې دي، د روان کال د لیندۍ میاشتې په ۱۰ مه نېټه د پنجشنبې ورځ د کابل پوهنتون د نوي ایډيتوریم په تالار کې دائر چې د محصلینو د توجه وړ وګرځېد.

پدغه سمینار کې پروفیسور سرفراز د موضوع اړوند خپل چمتو شوی پرېزنتېشن په تالار کې له حاضرو محصلینو سره شریک کړ او له دوی څخه یې په بېلاو بېلو څانګو کې علمي او څېړنیزو مسایلو ته په ځانګړې توګه په ریاضیاتو کې د پاملرنې غوښتنه وکړه.

د سمینار ګډونوالو د وړاندې شوې موضوع په اړه خپل نظرونه او پوښتنې مطرح او د پوهنتون په کچه یې له متخصصینو او څېړونکو د ورته سمینارونو او ورکشاپونو د دائرولو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۳۲
Background image

د کیفیت ساتنې معیارونو د تشريح ورکشاپ دائر شو

د کابل پوهنتون د کیفیت لوړونې امریت له لوري «د کیفیت تضمین د معیارونو پوهاوی» تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو، چې په کې د پوهنځیو رئیسانو، امرینو، استادانو او اداري کارکوونکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۰:۵۸
Background image

ماسټرۍ برنامو کې د شمولیت ازموینه واخیستل شوه

د کابل پوهنتون ماسټرۍ ٨ برنامو ته د شمولیت په موخه د بیلابیلو اما،رتي پوهنتونونو له نوماند استادانو څخه ازموینه واخیستل شوه، چې له جملې يې ۶۴ تنه استادان ذکر شوو برنامو ته جذب شول.

د. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: