د کابل پوهنتون د علمي شورا نوبتي ناسته جوړه شوه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۲ - ۱۷:۳۹
ku

د کابل پوهنتون د علمي شورا نوبتي ناسته د روان کال د زمري په ۱۲ نېټه د سې شنبې په ورځ د کابل پوهنتون رییس او مرسیتالانو او د دې شورا د نورو غړو په ګډون په اکاډمیکو موضوعاتو باندې د نظر شریکولو په موخه د پوهنتون د غونډو په مرکزي تالار کې جوړه شوه.

دا ناسته، چې د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري په ریاست جوړه شوې وه پدې ناسته کې په اکاډمیکو او اداري چارو پورې اړوندو موضوعاتو له هغې ډلې: د کابل پوهنتون د انلاین خپرونو کړنلاره، د استادانو د تبدیلي کړنلاره، د پوهنتون له امنیتي کامرو څخه د ساتنې او څارنې کړنلارې  ۹ انکشافي برنامې، د تر لسانس پورته برنامو اړوند ۴ موضوعات، د کابل پوهنتون او نورو پوهنتونونو د استادانو د ګمارنې ۱۰ موضوعات، د استادانو د علمي ترفیعاتو ۱۲ دوسیې، د استادانو د منفکي ۴ دوسیې، د محصلینو، استادانو چارو ۲ متفرقه دوسیې او يوه انکشافي برنامه شامله وه، چې د شورا د غړو ترمنځ  نظرونه شریک  او هر اړخیز بحثونه تر سره شول، چې په پایله کې په پورته هرې یوې موضوع د اصولو او مقرراتو په رڼا کې لاز تصمیمونه ونیول شول او تر تصویب وروسته اړوندو برخو ته د تطبیق په موخه لارښوونه وشوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۱
Background image

د هايدروميترولوژي څانګې لپاره د هوا پېژندنې سټیشن بیا فعال شو

د کابل پوهنتون د ځمکپوهنې پوهنځي د هایدرومیترولوژي څانګې د استادانو په هڅو په دې پوهنځي کې د هوا پېژندنې سټیشن بیا فعال شو او د يوې غونډې په ترڅ کې يې پرانیستنه وشوه.

د محصلینو د عملي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۵:۱
Background image

په Research4Life نړیوال ډېټابېس کې د کابل پوهنتون غړیتوب

په Research4Life معتبر او نړیوال ډېټابېس کې د کابل پوهنتون غړیتوب په رسمي توګه تایید او فعال شوی دی. دغه غړیتوب د کابل پوهنتون استادانو او محصلینو ته د دې زمینه برابروي چې د نړۍ د علمي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۹:۲۲
Background image

د کابل پوهنتون درې نړيوال علمي ژورنالونه د اسلامي نړۍ د علم او ټکنالوژۍ د څار او استناد موسسې لخوا انډېکس شول

د کابل پوهنتون درې نړيوال علمي ژورنالونه (د طبیعي علومو نړیوال ژورنال، د ټولنیزو او بشري علومو نړیوال ژورنال او د اسلامي مطالعاتو نړیوال ژورنال) رسما د اسلامي نړۍ د علم او ټکنالوژۍ د. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: