د کابل پوهنتون د تضمین کیفیت امریت سرپرست معرفي شو

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۹ - ۱۵:۵۸
ku

پوهنیار استاد سید سخي احمد سلطاني د روان کال د غبرګولي په ۲۹ نېټه د سې شنبې په ورځ د کابل پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهاند محمد شفیع شریفي له لوري په داسې حال کې، چې د یو شمېر پوهنځیو رییسانو او یو شمېر استادانو هم ګډون درلود د کابل پوهنتون د کیفیت تضمین امریت د سرپرست په توګه معرفي کړ.

د کابل پوهنتون د علمي چارو مرستیال د پوهنیار سلطاني په معرفي غونډه کې د پوهنتون د کیفیت تضمین کمېټې له پخوانۍ امرې پوهندوی استاد لیلا نادر له کارونو او خدمتونو څخه ستاینه وکړه او ښاغلي سلطاني ته یې په نوې دنده کې د بریالیتوب هیله وکړه. پوهاند شریفي زیاته کړه، چې د لوړو زده کړو په بنسټ کې د کیفیت تضمین له مهمو او اساسي برخې څخه څخه دی او هر څومره، چې دا برخه ځواکمنه وي په هماغې اندازې د لوړو زده کړو خدمتونه باکیفیته او اغېزمن وي. د کابل پوهنتون د علمي مرستیال په وینا وخت راتلونکې، بدلون په لوري درومي او مونږ باید ځانونه له هغه سره همغږي کړو او دا یواځې د کیفیت تضمین له لارې ممکن او تر لاسه کیږي. همدارنګه پوهاند شریفي زیاته کړه، چې په کابل پوهنتون کې د کیفیت تضمین په برخه کې هڅې شوي دي او د هغې پایلې مثبتې دي او مونږ هیله لرو، د استادا سلطاني په هڅو او زحمتونو، چې تازه پدې دنده ګمارل شوی دی پدې برخه کې د زیاتو مثبتو بدلونونو شاهدان واوسو.

پدې برنامه کې پوهنیار استاد سید سخي احمد سلطاني د کیفیت تضمین امریت نوي سرپرست په توګه په معرفي او د کابل پوهنتون رهبري له باور څخه د مننې ترڅنګ یې د کابل پوهنتون کیفیت تضمین د چارو په ښه والي یې تاکید وکړ. ښاغلي سلطاني زیاته کړه، چې د کابل پوهنتون د رهبري په همکاري، د پوهنځیو رییسانو، د څانګو امرینو او همدارنګه استادانو سره ګام په ګام به مخکې ځي او په کابل پوهنتون کې د کیفیت تضمین د غوره والي په برخه کې به هېڅ ډول هڅې ونه سپموي. پوهنیار سید سخي احمد سلطاني د کابل پوهنتون استاد دی او تر ماسټري پورې زده کړې لري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۹:۱۴
Background image

د جدید الشمول محصلانو ښه راغلاستغونډه ترسره شو

کابل پوهنتون ته په ١٤٠٤ش کال کې د نویو جذب شویو محصلینو د ښه راغلاست غونډه ترسره شوه، چې په کې د لوړو زده کړو محترم وزیر، د پوهنتون رئیس، مرستیالانو، استادانو او محصلینو ګډون وکړ.

په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۹:۱۶
Background image

د حقوقي ستاژرانو فراغتغونډه تر سره شوه

د کابل پوهنتون د حقوقي زده کړو ملي مرکز د حقوقي ستاژ څوارلسمې دورې (۷۶) محصلین د تخصص په کچه فارغ کړل، چې پکې د لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون رهبرۍ ، عدلیې وزارت، سترې محکمې استازو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: