د کابل پوهنتون او تاشکند دولتي کرنیز پوهنتون ترمنځ د همکاریو د پراختیا په اړه لیدنه ترسره شوه
د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز، د علمي څېړنو معاون او د کرنې پوهنځي رئیس د ازبکستان د تاشکند دولتي کرنیز پوهنتون له رئیس، ښاغلي نارزولو ابلومرادوف او د همدې پوهنتون له علمي معاون سره د کابل پوهنتون په ریاست کې لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د دواړو پوهنتونونو ترمنځ د علمي څېړنو، لوړو زده کړو او ظرفیت لوړونې په برخو کې د ګډو همکاریو د پراختیا پر لارو چارو د نظر تبادله وشوه.
همدارنګه دواړو لوریو هوکړه وکړه چې د ګډو علمي، څېړنیزو او عملي فعالیتونو د تنظیم لپاره به یو تفاهملیک چمتو کړي چې د دواړو پوهنتونونو د اصولي پړاوونو له بشپړېدو وروسته به په رسمي ډول لاسلیک شي.
په دې جلسه کې توافق څرګند شو چې د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي د فوقلیسانس برنامو د تدریس او علمي کیفیت د پیاوړتیا په موخه به د تاشکند دولتي کرنیز پوهنتون تجربه لرونکي استادان د لنډمهاله علمي او ظرفیت لوړونې پروګرامونو لپاره کابل پوهنتون ته سفر وکړي.
د ظرفیت لوړونې د دوام په موخه دواړو لوریو چمتووالی څرګند کړ چې د استادانو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو لپاره به د ترنر استادانو (Training of Trainers - ToT) ځانګړي ورکشاپونه هم تنظیم او ترسره شي. دغه پروګرامونه به د اړتیا او امکاناتو له مخې په حضوري او آنلاین دواړو بڼو تطبیقېږي.
دواړو لوریو دا لیدنه د علمي اړیکو د پیاوړتیا، د څېړنیزو همکاریو د پراختیا او د کرنې په سکټور کې د ګډو علمي نوښتونو د اساس اېښودلو په برخه کې یو مهم ګام وباله او د اوږدمهاله او مؤثرې همکارۍ پر دوام یې ټینګار وکړ.
