د کابل پوهنتون او تابش پوهنتون ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۷ - ۹:۵۸
ku

د کابل پوهنتون او تابش پوهنتون ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک د روان ۱۳۹۹ کال د مرغومي میاشتې په ۲۴ نېټه د دواړو پوهنتونونو ترمنځ د شته ظرفیت لوړولو او په هیواد کې د تحصیلي خدمتونوغوره والي په برخه کې د همکاریو زمینې برابرولو په موخه په کابل پوهنتون کې لاسلیک شو.

د دې هوکړه لیک لویه موخه د دې دواړو پوهنتونونو د استادانو او محصلینو د ظرفیت لوړولو، په څېړنیزو فعالیتونو کې همکاري، په ګډه توګه د درسي مفردانو او عملي تطبیقي او عملي مضمونو پرمختیا او پراختیا، د ګډو علمي کنفرانسونو جوړول او په هغه کې د دواړه لوري ګډون کول، د اړتیا په صورت کې  د دواړو بنسټونو په مجلو او خپرونو کې د دواړو پوهنتونونو د استادانو د مقالو خپرول او چاپول او همدارنګه د یو او بل د امکاناتو څخه د دواړو پوهنتونونو د محصلینو لپاره د لنډ مهاله عملي کارونو او زده کړې د زمینې برابرول دي.

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري او د تابش پوهنتون رییس پوهاند داکټر میر اکرم میرزاد دوی دواړو د دې هوکړه لیک په لاسلیک کې، چې د علمي شورا په تالار کې جوړه شوې وه، د هیواد په تحصیلي بنسټونو کې د بنسټونو د بشري ظرفیتونو په برخه کې همکاري، د ګډو علمي او عملي تجربو څخه اغېزمنه ګټه پورته کول او په ځانګړې توګه د بنسټونو د پراختیا لپاره یې یوه اړتیا وبلله او د دې هوکړه لیک په چوکاټ کې یې د همکاریو په دوام تاکید وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۸:۲۷
Background image

د پوهنتون رهبرۍد ممتازه محصلانو سره ګډه ناسته ترسره کړه

د محصلانو د تحصيلي، اداري او خدماتي چارو د لا سمون او د دوی د هڅونې په موخه، د کابل پوهنتون ښاغلي رئيس او ښاغلو مرستيالانو د دې پوهنتون د ټولو پوهنځیو له قدرمنو ممتازو محصلینو، د لیلیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۲
Background image

د ديني_ اصلاحي درسونو لړۍ پیل شوه

د درسونو دا لړۍ چې په سمستر کې دوه ځل ترسره کېږي، د کابل پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت لخوا پيل شوه، لس ورځې به دوام وکړي چې د معتبرو شیوخو کرامو له لوري به پر بیلابیلو موضوعاتو خبرې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۱:۳۹
Background image

د متقاعد استادانو ستاینغونډه ترسره شوه

د کابل پوهنتون زراعت پوهنځي د خپلو متقاعدو استادانو د ارزښتناکو خدمتونو او کړنو په پار ستاینغونډه ترسره کړه.

په دې غونډه کې د متقاعدو استادانو پر علمي فعالیتونو او لاسته راوړنو رڼا. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: