د مرکزي کتابتون لپاره د الکترونيکي سيستم پرانیستنه وشوه

د عصري ټکنالوژۍ په کارولو سره علمي سرچینو ته د لاسرسي او د محصلینو، استادانو او څېړونکو د اسانتیاوو لپاره د کابل پوهنتون د مرکزي کتابتون لپاره الکترونيکي سيستم جوړ شو. دې سره به مراجعين کولی شي د الکترونیکي کتابونو، علمي مقالو او څېړنیزو موادو ته په چټک او اسانه ډول لاسرسی ولري.
په دې سيستم کې د نړیوال کانګریس سیسټم (Library of Congress Classification) له مخې کتابونه تنظیم شوي دي او د ځانګړي لټون سیستم له لارې ترې استفاده کيږی، همدارنګه کاروونکي کولی شي په آنلاین ډول د کتابتون توکي مطالعه کړي.
د پرانیستې په مراسمو کې د پوهنتون رهبرۍ، استادانو او ګڼو محصلینو ګډون درلود. یاد ډیجیټل کتابتون اوس د https://kul.af له لارې د لاسرسي وړ دی.