د محصلينو ظرفیت لوړونې برنامې پیل شوې
د کابل پوهنتون د محصلینو د ظرفیت لوړولو په موخه بېلابېلې وړیا روزنیزې برنامې پیل شوې.
په دغو برنامو کې د کمپیوټرساینس بنسټیز مهارتونه، ګرافیک ډیزاین، نیټورک، GIS, SPSS, ریموټ سنسنګ او اداري مهاروتونو برخې شاملې دي.
یادې برنامې چې د محصلینو د ظرفیت لوړولو په موخه پیل شوې دي د نوي سمسټر تر پیل دوام کوي او په پای کې به بریاليو ګډونوالو ته سندونه هم ورکړل شي.
