د لوړو زده کړو وزیر د کابل پوهنتون د نجونو او هلکانو لیلیې څخه لیدنه وکړه

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۴ - ۹:۵۱
نع

د روان کال د وري په ۱۲ نېټه د پنجشنبې په ورځ د لوړو زده کړو وزیر دکتور عباس بصیر په داسې حال کې، چې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال نور احمد درویش، د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري او د دې پوهنتون مرستیالانو یې ملتیا کوله د کابل پوهنتون د هلکانو او نجونو لیلیې څخه لیدنه وکړه.

دکتور بصیر د دې لیدنې موخه له محصلینو سره خبرې اترې یادې کړې او یادونه وکړه، چې د لوړو زده کړو وزارت مسوولینو دنده ده تر څو د محصلینو لپاره خدمتونه وړاندې او د هغوی ستونزې هوارې کړي. همدارنګه د لوړو زده کړو وزیر زیاته کړه، چې دا اداره هڅه کوي تر څو د هیواد د لوړو زده کړو بنسټونو کې د محوري زده کړې سیسټم په څېړنیز محوري سیسټم بدل کړي. نوموړي تاکید وکړ، چې کابل پوهنتون به د هیواد د نورو پوهنتونونو څخه به وړاندې وي. د لوړو زده کړو وزیر په وینا د دې وزارت رهبري مصممه ده، چې په نژدې راتلونکې کې به کابل پوهنتون له علمي او اکاډمیک، مالي او اداري اړخه په ټولو برخو کې مستقل شي، چې پدې برخه کې ځینې کارونه هم تر سره شوي دي.

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري په لیلیو کې له ساکنو محصلینو سره په لیدنه کې په یاده لیله کې د محصلینو د ملي یووالي روحیې څخه ستاینه وکړه ویې ویل، چې پدې دواړو لیلیو کې یې د محصلینو ستونزې په پوره جدیت سره څارلي دي او د دې برخې زیاتې ستونزې حل شوي دي او پاتې ستونزې به هم حل شي. پوهاند بابري تاکید وکړ، چې نوموړی په ټول توان سره د محصلینو په خدمت کې دی او له دې امر څخه یې یوه لحظه هم غفلت ندی کړی او په دوامداره توګه د کابل پوهنتون لیلیو له وضعیت څخه څارنه کوي.

پدې لیدنه کې محصلینو هم خپلې ستونزې له دوی سره شریکې کړې او د هغوی د حل غوښتونکي شول. د هغوی د خبرو په ځواب کې د لوړو زده کړو وزیر او د کابل پوهنتون رییس وعده وکړه، چې د محصلینو له لوري یادې شوې ستونزې ژر و څېړي او د هغوی د له منځه وړلو لپاره به اقدام وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کابل پوهنتون په لیلیو کې ۳۱۰۰ محصلین شتون لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۲:۱۲
Background image

د «اېپسټینیزم نړیوالې شبکې فعالیتونو ته کتنه» تر سرلیک لاندې علمي سمینار ترسره شو

په دغه سمینار کې د جفري اېپسټین د قضیې اړوند نړیوالې شبکې، فعالیتونه او بشري، اخلاقي او ټولنیز اړخونه وڅېړل شول. ویناوالو د ماشومانو پر وړاندې د جنسي تېري، له هغوی څخه د ناوړه ګټې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۱۶
Background image

د مقالې غوښتنه

په افغانستان کې د درملیزې معالجې علمي کنفرانس: اوسنی وضعیت او راتلونکی لیدلوری

دا کنفرانس د کابل پوهنتون له لوري ترسره کېږي. د طبي-فارمسي علومو متخصصینو ته بلنه ورکول کېږي چې خپلې علمي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۳:۳۶
Background image

د پوهنتون کارکوونکو لپاره د اداري مهارتونو ورکشاپ ترسره شو

د کابل پوهنتون د کارکوونکو چارو امریت له لوري د اداري اصولو او مهارتونو د زده کړې تر سرلیک لاندې درې ورځنی ښوونیز ورکشاپ د نويو ګمارل شوو اداري کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: