د لوړو زده کړو وزارت د پخواني سرپرست وزیر د خدمتونو د ستاینې او درناوي په پار د خدای پاماني غونډه جوړه شوه

tariq_admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۳۰ - ۱۰:۳۵
11

د لوړو زده کړو وزارت د پخواني سرپرست وزیر الحاج شیخ مولوي عبدالباقي حقاني د ښو او ارزښتناکه خدمتونو د ستاینې او درناوي په موخه د خدای پاماني په پار د یاد وزارت په تالار کې غونډه جوړه شوه.

پدغه غونډه کې د کابل پوهنتون رئیس، مرستیالانو، د لوړو زده کړو وزارت رئیسانو، کارکوونکو، د دولتي او خصوصي پوهنتونونو مسئولینو ګډون درلود.

په یاده غونډه کې ویناوالو د لوړو زده کړو وزارت د پخواني سرپرست وزیر له کړنو، لاسته راوړنو، له مسئولینو سره د ښه چلند او د هېواد د لوړو زده کړو وزارت د نظام په خدمت کې د هغه له اخلاص څخه ستاینه وکړه.

همدارنګه پدې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت پخواني سرپرست وزیر الحاج شیخ مولوي عبدالباقي حقاني تغیر او تبدیل په نظام کې یو اصل وباله او ټینګار یې وکړ چې د وزارت له نوي مشرتابه سره هر اړخیزه همکارۍ ته چمتو دی او هڅه به وکړي چې  د پوهنې په برخه کې د هېواد ځوان نسل ته لا خدمت وکړي. هغه زیاته کړه چې افغانستان به هغه وخت ثباته او پیاوړی شي چې متخصص او با تعلیم نسل ولري او دا زمونږ دنده ده چې پدې برخه کې تر بل هر وخت زیاتې هڅې وکړو.

د غونډې په پای کې د دولتي او خصوصي پوهنتونو د رئيسانو او مسئولینو لخوا ښاغلي شیخ مولوي عبدالباقي حقاني ته تقدیر نامې او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۳۲
Background image

د کیفیت ساتنې معیارونو د تشريح ورکشاپ دائر شو

د کابل پوهنتون د کیفیت لوړونې امریت له لوري «د کیفیت تضمین د معیارونو پوهاوی» تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو، چې په کې د پوهنځیو رئیسانو، امرینو، استادانو او اداري کارکوونکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۰:۵۸
Background image

ماسټرۍ برنامو کې د شمولیت ازموینه واخیستل شوه

د کابل پوهنتون ماسټرۍ ٨ برنامو ته د شمولیت په موخه د بیلابیلو اما،رتي پوهنتونونو له نوماند استادانو څخه ازموینه واخیستل شوه، چې له جملې يې ۶۴ تنه استادان ذکر شوو برنامو ته جذب شول.

د. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: