د بهرنيو چارو وزير محصلينو ته وينا وکړه

tariq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۴۲
2315454

په کابل پوهنتون کې د محصلينو په اصلاحي سيمينار کې د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزير ښاغلي امیرخان متقي محصلينو ته د ا.ا.ا د بهرنۍ او کورنۍ پاليسۍ او لاسته راوړنو په اړه وينا وکړه.

نوموړي اسلامي شریعت، واحد امیر، اطاعت، استقلال اخيستل او ساتل د ا.ا.ا د پاليسۍ له اساساتو څخه وګڼل، او زياته یې کړه، چې ا.ا.ا متوازن سياست غوره کړی، داسې سياست چې نه بل هېواد ته تاوان رسوي او نه د افغانستان ملي ګټو ته زيان اړوي. د نوموړي په وينا، د امارت تګلاره اقتصاد محوره ده او موخه دا ده چې افغانستان له څو لسيزو جګړو وروسته يو ځل بيا په سيمه‌ييز اتصال کې خپل مهم رول اداء او پر خپلو پښو ودرېږي.

د لاسته راوړنو په برخه کې نوموړي د پام وړ پرمختګونو ته اشاره وکړه او ويې ويل، د هېواد کرنسي ثبات موندلی، د مخدره موادو کښت او قاچاق په بې‌ساري ډول راکم شوی، صادرات زيات شوي او ملي اقتصاد پياوړی شوی دی. هغه وويل چې اوس په هېواد کې مثالي امنيت ټينګ شوی، پر داخلي عوايدو اتکا راغلې، د فساد په مخنيوی کې اغېزناک ګامونه اخيستل شوي دي، اړمنې کونډې او سوالګر تر کفالت لاندې نيول شوي، ميليونونه مهاجر بېرته خپل هېواد ته راستانه او ځای پر ځای شوي دي، د ولس ترمنځ خپلمنځي اتحاد او همکاري د پخوا په پرتله نوره هم پياوړې شوې ده.
نوموړي همداراز ټينګار وکړ چې هېواد د ثبات، امن او يووالي پر لور په ډاډمنه توګه روان دی او دا مهال په افغانستان کې داسې هېڅ ډول وضعیت نشته چې يا دې بهرنۍ مداخلې ته لاره هواره کړي يا دې د کورني مخالفت سبب وګرځي.

نوموړي محصلينو ته په وينا کې وويل چې خپلو څانګو کې متخصصین جوړ شي، په الله توکل او پرځان باور وکړي، اراده تاسو وکړئ اداره به مونږ کوو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۹:۴۵
Background image

برگزاری ورکشاپ آموزشی بایواستاتستیک و SPSS

ورکشاپ آموزشی شش‌روزه بایواستاتستیک و نرم‌افزار SPSS از سوی پوهنځۍ فارمسی پوهنتون کابل برای استادان جوان این پوهنځی برگزار گردید.

هدف از برگزاری این برنامه، ارتقای مهارت‌های تحقیقی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۹:۱۹
Background image

سلګونه محصلین له ظرفیت لوړونې کورسونو فارغ شول

په کابل پوهنتون کې له ژمنیو رخصتیو څخه په استفادې د ظرفیت لوړونې له لنډمهاله کورسونو څخه ګڼ محصلین فارغ شول.

دا کورسونه کمپیوټر، ویناوالۍ، خطاطۍ، مصنوعي ځیرکتیا، ګرافیک ډیزاین، علمي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۴۲
Background image

د بهرنيو چارو وزير محصلينو ته وينا وکړه

په کابل پوهنتون کې د محصلينو په اصلاحي سيمينار کې د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزير ښاغلي امیرخان متقي محصلينو ته د ا.ا.ا د بهرنۍ او کورنۍ پاليسۍ او لاسته راوړنو په اړه وينا وکړه.

نوموړي اسلا. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: